کورونا وېروس او د پښتونخوا ډاکټران

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
ډاکټر عایشه صدیقي
د عکس تشریح،

د کوټې ډاکټران چې په خپلو چندو یې د خوندیتابه وسایل اخیستي

په پاکستان کې کورونا له سلو زیات ډاکټران او روغتیاپال هم اغېزمن کړي، چې ډېری يې هلته د خونديتابه وسایلو د نه شتون شکایت کوي.‌

خو له دې سره ډېری ډاکټران وايي، په دې ساري ناروغۍ کې بیا هم هڅه کوي، چې د خلکو ښه درملنه وکړي. ډاکټران وايي، د حکومت له لوري د دوی لپاره لا هم د کومې ځانګړې تګلارې اعلان نه دی شوی،‌ چې د ډاکټر د مړینې په صورت کې د هغه له کورنۍ سره کومه مرسته کېږي.

په پېښور کې ډاکټره فایزه جاوېد وایي،‌ په پښتونخوا کې دوی له دریو ستونځو سره مخامخ دي، ‌چې لومړی یې د خوندیتابه وسایلو نشتوالی، دویم يې د وېرس په هکله هره ورځ بدلېدونکي مالومات او درېیم يې د خلکو رویه ده.‌ "زموږ خلک کورونا رنځ جدي نه اخلي او اکثره ناروغان چې همداسې علامې لري،‌ خو موږ ته دروغ وايي".

د ډاکټر فایزه په خبره، دغه بیا خپله د ډاکټرانو ژوند هم له خطر سره مخ کولی شي.

د اسلام اباد په پمز روغتون کې ډاکټر فضل ربي بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل،‌ د دوی اکثره هغه ډاکټران چې د کورونا وهلیو په واډونو کې کار کوي، له تېرو څو اونیو راهیسې کورونو ته نه دي تللي:

"زه خپله د فېبرورۍ له شپږوشتمې بیا خپل کور ته نه یم تللی،‌ ځکه چې موږ وايو زموږ له وجې مو کورنۍ له دې رنځه متاثره نه شي".

د ډاکټر فضل ربي په خبره، کورونا د هر چا ژوند متاثر کړی،‌ خو د ډاکټرانو ژوند يې بیا تر بل هر چا زیات اغیزمن کړی دی.

د پاکستان د نورو سیمو په څېر په پښتونخوا او کوټه کې هم ډاکټران د خوندیتابه وسایلو له نشوالي سر ټکوي.

په کوټه کې خو ان ډاکټرانو د خپلو چندو له لارې دغه وسایل اخیستي.

د عکس تشریح،

ډاکټر فضل ربي چې په مخ یې د ماسکنښان جوړ شوی

د کوټې د سېول روغتون ډاکټره عایشه صدیقه له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دوی ډاکټرانو په خپل منځ کې چندې اچولې او د خونديتابه وسایل يې اخیستي دي.

"موږ اته ویشت لکه کلدارې سره ټولې کړي او په دې مو دغه وسایل واخیستل".

ډاکټر سامره بیا د پښتونخوا د صوابۍ په دولتي روغتون کې ډاکټره ده.

اغلې سامره وايي، دوی د ځان وېره نه لري،‌ خو چې کله له خپلې کورنۍ سره میلاوېږي، نو ډار ورسره وي:

"خپله له موږ سره وېره نشته،‌ خو چې تر ورغتون وروسته کور ته خپلو ماشومانو ته را شم،‌ نو بیا لږ زیات پام کوم".

د پېښور د ډاکټر فایزه په څېر ډاکټر سامره هم وايي،‌ هلته هم اکثره ناروغان دوی ته رښتیا نه وايي:

"اکثره ناروغان چې د کورونا علامې یې وي هغوی هم دروغ وايي. خو په دې کې لوستي کسان رښتیا وايي".‌ هغه چې نالوستي وي،‌ نو خامخا هڅه کوي، چې هغه څه چې ورسره مخ دي،‌ له موږ سره شریک نه کړي".

د عکس تشریح،

د پېښور ډاکټره فایزه جاوېد ناروغه معاینه کوي

ډاکټر سامره وايي، رسنیو هم په خلکو کې لږ زیاته وېره خپره کړې، چې د دې په خبره، د خلکو پوهاوی په خپل ځای،‌ خو باید ټولې رسنۍ وېره خپره نه کړي.

په پاکستان کې د چارواکو په خبره، د کورونا وهلیو شمېر د ۱۷ اپرېل تر ورځې تر اوو زرو واوښت.

له دې رنځ د مړو شویو شمېر د پنجشنبې په ورځ تر بلې هرې ورځې زیات وو او وايي، اوولس تنه مړه شوي دي.