د کورونا ويروس وبا پر مهال روژه

د کورونا ويروس وبا پر مهال روژه

ډېرو اسلامي هېوادونو کې روژه پرون جمعه د کورونا ويروس وبا پر وړاندې د مبارزې سختو تدبيرونو کې پیل شوه. عربي نړۍ کې ښاربنديز پر دې معنا دی، چې خلکو ته ويل شوي جوماتونه به تړلي وي، تراويح او لمنځونه دې کورونو کې کوي. مکه مکرمه او مدينه منوره کې د اسلام دوه سپېڅلي جوماتونه، حرمين، چې په دوديزو ډول روژه کې له لمونځ کوونکو ډک وي، د ناروغۍ خپرېدو له وېرې تش، د خلکو پر وړاندې تړلي او بېګا په کې ترايح ګوتو په شمېر کسانو وکړې. پاکستان کې بيا په رسمي ډول، د صوبايي حکومتونو په ګډون نن روژه پيل شوې ده. د خيبر پښتونخوا ډېرو برخو کې بيا د مفتي شهاب الدين پوپلزي په فتوا روژه پرون وه. د پاکستان په څېر ځينو هېوادونو کې ملايان ټينګار کوي جوماتونو دې پرانيستي وي. دې کار او جوماتونو کې د خلکو ګڼې ګوڼې د کورونا ويروس خپراوي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.