د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي عارف وزیر وسله وال برید شوی

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
عارف وزیر

د عکس سرچینه، SANA EJAZ TWITTER

د پښتون ‍‍‍‍ژغورنې غورځنګ وايي،‌ د یاد غورځنګ یو مخکښ غړی عارف وزیر نن ماښام د واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت‌ ټپي شوی او اوس د واڼه په روغتون کې بستر دی.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د سوېلي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، نوموړی سخت ټپي دی.

عارف وزیر د علي وزیر د تره زوی دی،‌ چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړي دي.

د غورځنګ یوه بل مخکښ او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کي د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محسن دوړ بیا وايي، عارف وزیر په بریدکوونکو ځوابي ډزي کړې، چې بریدکوونکي هم ژوبل شوي دي.

د ښاغلي دوړ په خبره د واڼه روغتون له مشر ډاکټر سره یې خبري شوې او هغه هم ورته ویلي،‌ چې عارف وزیر سخت ټپي دی.

هغه زیاته کړه چې عارف وزیر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوی او وضعیت یې نازک دی.

علي وزیر چې تردې پېښې سمدستي وروسته له اسلام اباده واڼه ته روان شوی،‌ پر لاره يې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، داسې رپوټونه دي،‌ چې پر بریدکوونکو ځوابي ډزي د عارف وزیر ملګرو کړې دي.

ده وویل : " کره څه نه شم ویلي خو ځینې کسان وايي،‌ څلور مرمۍ‍ لګېدلی،‌ او ځینې بیا وايي اته مرمۍ".

محسن دوړ د واڼه د ملکي روغتون د ډاکټرانو له خولې وايي، د عارف وزیر یوه مرمۍ په سر او یوه په غاړه کې لګېدلې ده.

نور جزئیات وروسته