انګرېزانو د پښتنو حجرو کې د جاسوسۍ لپاره راډیو لګولې وه؟

  • عزیزالله خان
  • بي بي سي پېښور
د عکس تشریح،

هغه وخت راډیو لوی پنځ یا اختراع وه، خلک په دې حیران و چې سړی نشته، خو اواز یې شته.

د پښتونخوا مرکز پېښور کې لومړنی راډیو ټرانسمېټر له دویمې نړیوالې جګړې مخکې د راډیو پنځګر یا مخترع مارکوني لګولی و او ور سره یې ۳۰ راډیووې هم ډالۍ کړې وې.

خو دا راډیو مرکز او راډیوګانو خلکو ته خبرونه، مالومات او وختېری برابراوه، که یې تر شا د جاسوسۍ په څېر نورې موخې هم وې؟

راډیو له لندن تر پېښور څنګه ورسېده؟

د عکس تشریح،

د ۲۰۲۰ کال د جون پر ۱۵ د مارکوني د راډیويي خپرونو سل کلونه پوره شول.

کیسه د ۱۹۳۱ کال ده چې د هند نیمه وچې د شمال ختیزې صوبې د مسلم لیګ وتلی سیاستوال عبدالقیوم خان ګول مېز کانفرنس کې د ګډون لپاره برتانیا ته لاړ او هلته یې د راډیو له پنځګر ګویلمو مارکوني سره ولیدل.

ویل کېږي عبدالقیوم خان له مارکوني وغوښتل چې سیمه کې یې راډیو سټېشن جوړ کړي او هغه هم ور سره ومنله.

ځینې خلک دا هم وايي، چې د دې راډیو ټرانسمېټر د لګولو لپاره مارکوني پخپله پېښور ته راغی، خو دا خبره تایید شوې نه ده.

نور دا وايي، چې د مارکوني کمپنۍ دا ټرانسمېټر پېښور ته را وړ او چالو یا فعال یې کړ.

مارکوني د ایټالیا و، خو برتانیا کې یې راډیو جوړه کړه، ځینې خلک وایي، چې پېښور کې دا ټرانسمېټر هم مارکوني پخپله جوړ کړی و.

د پاکستان راډیو یوه پخواني مشر عبدالروف دوراني د راډیو پر تاریخ ډېر کار کړی او اوس کورناست دی.

هغه بي بي سي ته وویل،مارکوني پخپله پېښور ته نه و راغلی، بلکې د کمپنۍ کسان یې راغلل او دا راډیو یې ولګوله او د راډیو سټېشن پر ۱۹۳۵ کال د پېښور سیکرټریټ په ودانۍ کې جوړ شو.

هند نیمه وچه کې لومړنۍ راډیو

د عکس تشریح،

ځینې خلک دا هم وايي، چې د دې راډیو ټرانسمېټر د لګولو لپاره مارکوني پخپله پېښور ته راغی، خو دا خبره تایید شوې نه ده.

لیکوال او څېړونکی محمد ابراهیم ضیا (د پېښور فنکار) په نوم کتاب کې د کپور کورنۍ له مشر پرتهوي راج او دلیپ کومار نیولې تر اوسنیو هنرمنانو پر خان کورنۍ سربېره د نورو یادونه هم کړې چې له پېښور کوچېدلي او د بالیووډ ستوري شوي.

نوموړی خپل کتاب کې د پېښور راډیو هم یادوي او لیکي: "پر ۱۹۳۱ کال خان قیوم لندن ته لاړ او هلته یې پېښور کې د راډیو لګولو لپاره د راډیو له پنځګر مارکوني سره خبرې وکړې".

د ابراهیم ضیا په خبره، د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په ډېلي( د هند پلازمېنه) کې له راډیو جوړېدو مخکې په پېښور کې د راډیو پنځه کیلو واټه ټرانسمېټر ولګول شو او دې سره دا خبره زبادېږي چې پېښور راډیو په هند نیمه وچه کې لومړنۍ راډیو ده.

له دې لیدنې وروسته په هغو ورځو کې یو راډیويي مرکز د سترې محکمې یا های کورټ ودانۍ سره چې اوس د عالي محکمې یا سپریم کورټ رجسټري پکې ده جوړ شو.

د هند نیمه وچې له وېش یا د پاکستان تر جوړېدو مخکې دا ځمکه د هندي پوځ ملکیت و او د هغه وخت د پوځ مشر د ال انډیا راډیو ته ور کړې وه چې وروسته بیا راډیو پاکستان شوه.

له دې ځای څلور کیلومتره لرې لس کیلو واټه ټرانسمېټر ولګول شو او اوسنی خپرندوی مرکز یا براډکاسټېنګ هاوس پر ۱۹۸۵ کال د صوبايي اسمبلۍ مخ ته جوړ شو.

د عبدالروف دوراني په خبره، د راډیو پېښور نه اول اعلان په انګریزي ژبه یونس سیټي وکړ او ورپسې د افتاب احمد غږ و.

یو باور دا هم دی چې د بالیووډ هنرمن پرتهوي راج اول ځل له دې راډیو غږ اوچت کړی، خو تایید یې نشته.

د پېښور راډیو پر کنټرول پنل د جرمني برید

د عکس تشریح،

د مارکوني د ځمکني وارلس ټرانسمېټر

عبدالروف دورانی وایي، پر ۱۹۴۲ کال دویمه نړیواله جګړه کې د یوه بشپړ راډیو سټېشن د لس کیلو واټه ټرانسمېټر له امریکا په بېړۍ کې را وړل کېده، په یوه بېړۍ کې ټرنسمېټر او بله کې کنټرول پنل و:

"کومه بېړۍ کې چې ټرانسمېټر و هغه پاکستان ته ورسېده، خو کومه کې چې کنټرول پنل و هغه باندې جرمني برید وکړ او بېړۍ تبا شوه، له دې وروسته له برتانیا بل کنټرول پنل راوړل شو".

د مارکوني ډالۍ

د عکس تشریح،

کومه بېړۍ کې چې ټرانسمېټر و هغه پاکستان ته ورسېده، خو کومه کې چې کنټرول پنل و هغه باندې جرمني برید وکړ

پېښور کې د راډیو ټرانسمېټر او مرکز جوړولو وروسته لویه مسله راډیوګانې وې. ویل کېږي چې پاکستان کې راډیووې نه وې.

مارکوني هغه مهال ۳۰ راډیووې پېښور راډیو سټېشن ته ډالۍ کړې.

بیا مسله دا شوه چې دا راډیووې چا ته ور کړل شي او هغوی یې چرته ولګوي؟

بالاخره په حجرو کې د راډیوګانو لګولو پرېکړه وشوه.

د جاسوسۍ لپاره راډیو ولګول شوه؟

د عکس تشریح،

ځینې داسې کسان هم و چې فکر یې کاوه، دې راډیوګانو کې داسې وسیلې شته چې حجرو کې د خلکو خبرې ریکارډوي او وروسته یې اوري

پخوا د پېښور او پښتونخوا ډېرو سیمو کې حجرې دود وې او د خانانو حجرې یا دېرې ډېرې ښکلې وې.

پېښور کې د ارباب کورنۍ د حجرو شمېر سلو ته رسېده، چې له پېښور چوڼۍ نیولې تر جمرود رسېدې.

د ارباب کورنۍ یو غړی او سیاسي مشر ارباب خضر حیات وايي، د انګرېزانو واکمنۍ کې د دوی حجرو کې کچارۍ یا محکمې هم وې او ډېری وخت به انګرېزانو دلته ستونزې فیصله کولې.

ارباب خضر حیات وايي، کله چې پر ۱۹۳۵ کال پېښور ته راډیو راغله نو د دوی او د سیمې د ځینې نورو مهمو کسانو حجرو کې دا راډیوګانې ولګول شوې.

هغه وخت راډیو لوی پنځ یا اختراع وه، خلک په دې حیران و چې سړی نشته، خو اواز یې شته.

د عکس تشریح،

عبدالله جان مغموم د ماشومانو پروګرام کې له یوه ماشوم پوښتنه کوي.

د پاکستان راډيو پخوانی مشر مرتضا سولنګي وايي، پېښور ته د راډیو راتګ سره د هغه وخت مذهبي مشرانو هم مخالفت وکړ او "د شیطان اواز" یې وباله.

خضر حیات د خپلو مشرانو له خولې وايي، اول خلک راډیو ته حیران و، خو وروسته یې دومره خوند ور کاوه چې د خپرونو پیلېدو وخت سره به یې حجرو ته ځان رساوه:

"خو ځینې داسې کسان هم و چې فکر یې کاوه، دې راډیوګانو کې داسې وسیلې شته چې حجرو کې د خلکو خبرې ریکارډوي او وروسته یې اوري".

عبدالروف دورانی وايي، دا راډیوګانې لویې وې او مختلف پروګرامونه یې درلودل:

"زما د مالوماتو له مخې دوی کې داسې وسیله هم وه چې د خپرونو پر مهال یې د خلکو خبرې ثبتولې. زه نه پوهېږم چې دا ثبت د جاسوسۍ لپاره و یا نه، خو زما په اند، د خلکو د خبرو له مخې د راډیو پروګرامونه جوړېدل".

د هغه په خبره، دا چې پخوا د اورېدونکو د نظر یا وړاندیز لېږلو لپاره کوم نظام نه و، نو ممکن له دې لارې د دوی نظر اورېدل کېده او پروګرامونه جوړېدل.

پېښور راډیو ولې جوړه شوه؟

د عکس تشریح،

د پېښور راډیو پخواني پروډیوسران، قتیل شفايي، نواز حسرت او سردار علي.

مرتضا سولنګي وايي، پېښور کې راډیو د پوځي ستراتیژۍ له مخې جوړه شوې وه او هغه هم خلکو ته د حکومت غږ رسول و:

د برتانیا پر مهال له ډیورنډ کرښې سره افغانستان او روس لوی خطر و، د دې خطر د مخنیوي لپاره راډیو هم د یوه جنګي ضرورت برخه وه.

هغه مهال د کرونګرو پروګرام هم خپرېده او حجره ډېر منلی پروګرام و چې څلورو کسانو پکې پر ورځنیو چارو خبرې کولې.

د دې پروګرام متن لیکوالو کې یو هم وتلی سیاستوال او شاعر اجمل خټک و.

د دې پروګرام هنرمنان ګل محمد، توکل خان، رحیم شاه نسیم، شاه پسند خان، عبدالله جان مغموم، پاینده خان او نور و.

د دوی رول دومره منلی و چې د هڅولو لپاره یې دوی بیا کراچۍ کې مختلفو کنفرانسونو ته بلل کېدل.

د مارکوني یادګار ټرانسمېټر او راډیو سټېشن څه شول؟

د عکس تشریح،

د پاکستان له جوړېډو مخکې پېښور راډیو ال انډیا راډيو یادېډه چې ښکلې سندرې یې خپرولې او فرمایشي پروګرامونو یې ډېر مینوال لرل.

د پاکستان راډیو سرچینې وايي، دا ټرانسمېټراوس پېښور ته څېرمه یوه ګودام کې د راډیو د نورو بې کاره وسیلو سره ساتل کېږي.

دا سرچینې وايي، دا تاریخي ټرانسمېټر او نور سامان پر ۲۰۰۹ کال بې کاره کړل شو او داسې مالومات هم دي چې د لیلام حکم یې جاري شوی، خو لا هم لیلام شوی نه دی.

خو عبدالروف دورانی وايي، د ده د واک پر مهال داسې غوښتنه نه ده شوې او زیاتوي چې دا او نورې تاریخي وسیلې باید یوه موزیم کې وساتل شي.