هغه مور چې د ورک زوی لپاره هر اختر کې نوې جامې او څپلۍ اخلي

  • محمد کاظم
  • بي بي سي کوټه
د عکس تشریح،

د ورکو کسانو خپلوان وايي، د اختر په ورځ مظاهرې سره نړۍ ته خپل غږ رسول غواړي

د بلوچستان د اوسېدونکي جانزېب قمبراني مور اختر کې له څلورو کلونو راهیسې د خپل ورک زوی لپاره جامې ګنډي او څپلۍ اخلي.

هغه وايي، هسې نه جانزېب د اختر په ورځ ناڅاپه کور ته راشي، بیا به له نویو جامو او څپلیو پرته اختر کوي.

مور یې وايي جانزیب یو له هغو کسانو دی چې په پاکستان کې په جبر یا په زور لادرکه کړل شوي دي.

د دې کسانو شمېر مالوم نه دی، خو د بشري حقونو ځینې ډلې وايي د دې کسانو شمېر تر لس زرو رسیږي.

بلوچستان کې هر اختر د لادرکه کسانو د خوندي ستنېدو لپاره مظاهره کېږي.

تېر کوچنی اختر هم مظاهره چیان له پرېس کلب بهر ټول شوي وو او د ورکو خپلوانو د ستنېدو غوښتنه یې کوله.

د جانزېب د مور خبرې

د عکس تشریح،

د اختر په ورځ د ورکو کسانو د موندلو په هیله مظاهره

د اختر په لومړۍ ورځ چې د لادرکه کسانو خپلوانو کوټه کې مظاهره کړې وه، نو د جانزېب مور هم ورته د خپل زوی لپاره د ګنډل شویو جامو او څپلیو سره راغلې وه:

"د جانزېب له ورکېدو راهیسې هر اختر نوې جامې او څپلۍ په دې هیله جوړوم چې هغه به راشي، اختر کې به نوې جامې او څپلۍ لري".

هغه زیاتوي چې د اختر تېرېدو او د زوی نه راتلو سره دا نوې جامې او څپلۍ مستحق کس ته ور کوي، چې د زوی د موندلو لپاره ورته دوعا وکړي.

د (ورکو بلوڅو غږ ) ټولنې غړي له تېرو څو کلونو راهیسې هر اختر د دې کسانو د موندلو لپاره مظاهرې کوي.

د مظاهرې ګډونوال

د عکس تشریح،

د جانزېب قمبراني مور وايي، هسې نه اختر کې یې زوی راشي، نوې څپلۍ او جامې به نه لري

دې مظاهره کې تر ډېره د کوټې ښار خلک ګډون کوي، خو دې لوی اختر کې له کوټې د ډېر لرې ځای اواران اوسېدونکې سیما بلوچ هم د خپل کوچني زوی او ورور سره دې لاریون ته راغلې ده.

هغه د زدکوونکو د مشر شبیر بلوچ خور ده چې څلور کاله مخکې د بلوچستان له کېچ ورک شو.

د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې اول ځل د خپل ورور سره شپږ سوه کیلومتره لرې اواران څخه د خپل ورور د موندلو په هیله په سمبولیک نه خوړو اعتصاب(لوږتړ) کې د ګډون لپاره کوټې ته راغله.

دې اعتصاب کې د هغې له ګډون وروسته کوټه کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره د نه خوړو سمبولیک اعتصاب مرکز کې د ښځو شمېر ډېر شو.

سیما بلوچ وايي: "چارواکو مې مور ته ټلیفون کې ویلي و، که د زوی موندل غواړې، نو لور ته دې ووایه چې مظاهرو کې ګډون ونه کړي."

دا وايي، له دې ټلیفون وروسته یې تر شپږو میاشتو کومه مظاهره یا پروګرام کې ګډون ونه کړ، خو ورور یې پیدا نه شو.

سیما بلوچ وايي، که د چا د کور یو غړی ورک شي، نو د دوی خوشالي هم ختمه شي، ځکه کور کې د اختر په ځای کوټې ته راځي او د رسنیو له لارې خپل او د خپلې کورنۍ غم نړۍ ته رسوي.

د ورکو کسانو له ډلې د سردریاب سیمې د اوسېدونکي حسان بلوچ خور هم غونډې ته په ژړا وویل، یو ورور یې مخکې هم ورک شوی وو چې وروسته یې مړی وموندل شو او اوس یې بل ورور ورک دی.

"که ورور مې جرم کړی وي، محاکمه دې یې کړي، که ورکوونکي په دې محکمو باور نه لري، خپل عدالتونه دې جوړ کړي".

یوه معلول بیبرګ بلوچ خپل وېلچر سره مظاهره کې ګډون کړی او وايي، څوک یې ورک نه دي، خو د نورو ورکو کسانو له خپلوانو سره دغه درد کې د ګډون لپاره مظاهرې ته راغلی دی.

د ورکو بلوڅانو لپاره غږ ټولنې مرستیال مشر ماما قدیر بلوچ وايي، اوس هر اختر کې احتجاج دود ګرځېدلی، ځکه نه دا چې خلک بې درکه کېږي، بلکې بند کې وژل کېږي او بیا یې مړی غورځول کېږي.

دی دعوه کوي چې له اختر مخکې د بګټي قبیلې د پنځو ورکو کسانو مړي د پنجاب راجن پور کې اچول شوي وو.

خو د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دا پنځه کسان وسلوال وو او وسلوال برید کې وژل شوي دي.

بلوچستان کې له دوه زرم کال راهیسې د خلکو ورکېدل پیل شوي دي.

د دې کسانو کورنۍ او ملتپال ګوندونه حکومتي ادارې په دې کار تورنوي، خو چارواکي دا تورونه ردوي.