په چمن کې چاودنې پنځه تنه وژلي،‌ ګڼ ژوبل دي

د ویډیو تشریح،

په چمن کې چاودنې پنځه تنه وژلي،‌ ګڼ ژوبل

له ډيورند کرښې سره څېرمه د بلوچستان په پښتون مېشته چمن ښار کې د دوشنبې په سهار په یوه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او له لسو ډېر کسان ټپيان شوي دي.

د چمن سیمې مرستیال کمشنر ذکاءالله درانی وايي، دغه چاودنه په یوه موټرسايکل کې د ځای پر ځایو شویو چاودېدونکو توکیو په مټ شوې، چې لږ تر لږه پنځه تنه يې وژلي او دیارلس نور يې ټپيان کړي دي.

د سیمه ييزو پاکستانیو چارواکو په خبره، ددغه برید هدف د نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیتي ځواک موټر وو،‌ خو دا لاهم څرګنده نه ده چې د یاد ځواک څوک ټپيان شوي که نه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چمن چاودنه غندلې او د مړیو او ټپيانو له کورنیو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

بلې خواته 'حزب الاحرار' نومې وسلوالې ډلې د چمن پېښې مسئولیت منلی او ادعا يې کړې چې په دغه برید کې يې د پاکستان د استخباراتو کسان هدف کړي دي.

ډاکټر عبدالعزیز یوسفزی چې ځان د یادې ډلې ویاند بولي، بي بي سي ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې دغه مسئولیت منلی دی.

حزب الاحرار د پاکستاني طالبانو له ډلې سره یوه نږدې ډلګۍ بلل کیږي.

دروازه تړل شوې، نو وسلوال له کومه راغلل؟

د چمن تر چاودنې سم لاسي وروسته د مړیو او ټپيانو عکسونه پر خواله رسنیو خپاره شوي او ګڼو خلکو ددغې چاودنې له غندلو سره سم پوښتنې کړې، چې دغه وسلوال له کومه راغلي.

دا ځکه چې پاکستانیو چارواکو تل د چمن په شمول د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ تور د کرښې هاغاړې پر افغانستان پورې کړی او ادعا کوي،‌ چې دغه وسلوال له هغې غاړې را اوړي.

د عکس سرچینه، Sana Ejaz

ګڼو کسانو له پاکستانیو چارواکو پوښتنه کړې، چې اوس خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن دروازه تړل شوې ده نو وسلوال له کومه راغلل؟

په فېسبوک د ملک زاده سیف هوتک په نامه یوه تن د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیا لانګو څخه پوښتنه کړې، چې وسلوال اوس له کومه راغلل، پوله خو بنده ده؟ له دې سره بیا ځينو نورو د پاکستان پر واکمنو سختې نیوکې کړې دي، چې ولې په داسې ورځ چې تر کورونا وبا وروسته تجارتي مرکزونه بیا پرانیستل شوو او ورسره سم په چمن کې چاودنه وشوه.

فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنک غړې ثنا اعجاز بیا د چمن چاودنې په هکله پر خپل فېسبوک پوښتنه کړې، چې "ددې بمونو، چاودنو، ‌ګولو مرمو مخه په پاکستان کې د پښتنو سیمو ته ولې وي"؟