جماعت الاحرار او حزب الاحرار د پاکستان طالبانو غورځنګ سره یو ځای شول

  • عزیزالله خان
  • بي بي سي پېښور
بیت اللہ محسود

د عکس سرچینه، Courtesty: PTV

د عکس تشریح،

د پاکستان طالبانو غورځنګ مشر بیت الله مسید.

د پاکستان طالبانو غورځنګ له ډلې دوه جلا شوې ډلګۍ جماعت الاحرار او حزب الاحرار بېرته له دغه غورځنګ سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ.

دا اعلان پرون ( دوشنبې اګست ۱۷ ) وشو، له دې اعلان وړاندې یادو ډلو ځان ځان ته تاوتریخجن بریدوه کل، خو څو ورځې وړاندې یې خپلمنځي اړیکه پیل کړه.

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني او د حزب الاحرار امیر عمر خراساني د غورځنګ سره په یو ځای کېدو خپلې پخوانۍ ډلې (جماعت الاحرار او حزب الاحرار) ختم اعلان کړې او دا ژمنه یې وکړه چې د دوی ډلې به د پاکستان طالبانو د غورځنګ "شرعي اصولو "ته ژمنې دي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې د پاکستان طالبانو غورځنګ اوسني مشر نور ولي د دې ډلو د یو ځایولو لپاره هڅې پيل کړې وې او په تېرو څو ورځو کې نږدې ټول مسلې هوارې شوي دي.

سرچینې وايي، پر ځینې مسلو چې اختلاف و، هغه هم د تېرې یکشنبې په شپه ختم شو.

د پاکستان طالبانو غورځنګ څو ورځې مخکې ويلي و: "د دې ډلو د یو ځای کولو هڅې روانې دي او ژر به ښه زېری واورئ."

دا ډلې ولې سره بېلې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر حکیم الله مسید چې ډرون برید کې ووژل شو.

افغانستان ته د امریکا تر راتګ وروسته پاکستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ( ټي ټي پي ) بنسټ کېښودل شو او دا ډله ډېرو تاوتریحجنو بریدونو کې ښکېله شوه.

نیک محمد، بیت الله مسید، حکیم الله مسید، مولانا فضل الله، خان سید سجنا او نور د دې ډلې مشران او قومندانان وو، خو د حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته دې ډله کې اختلاف رامنځته شو او په ډلو ووېشل شوه.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ او بیا د جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان بي بي سی ته وویل چې پر ۲۰۱۵ کال څو قومندانانو د ډلې پر جوړښت ستونزې درلودې او په پایله کې یې د همدې کال اګسټ میاشت کې جماعت الاحرار ډله جوړه شوه او بیا دې ډله کې د اختلاف له امله ځینې کسان بېل او د ۲۰۱۷ کال نومبر کې حزب الاحرار ډله رامنځته شوه.

د اختلاف لاملونه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د پاکستاني طالبانو یو بل مشر ملا فضل الله

احسان الله احسان بي بي سي ته په لیکلې بڼه ویلي، جماعت الاحرار د اداري اختلاف له امله له غورځنګ بېله شوه، ځکه غوښتنه یې دا وه چې دا غورځنګ باید د افغان طالبانو په څېر جوړښت ولري او ټولې چارې یې د یوې شورا له لارې وشي، ټولې ډلې پکې د حیثیت او صلاحیت له مخې استازي وکړي، خو غورځنګ ونه منله.

ښاغلی احسان زیاتوي، د افغان طالبانو هر قومندان ته لار پرانیستې وي، هر ځای عملیات کولی او ډله جوړولی شي او وسلوال یې هم واک لري چې کومې ډلې سره وي، خو د ده په وینا د پاکستاني طالبانو جوړښت قبایلي و او هر وسلوال د خپل قبایلي مشر اړوند و، پر دې اعتراض و او اوس پرې خبرې شوې دي.

احسان الله احسان وايي، غورځنګ کې بله لویه ستونزه مرکزي شورا وه او دې شورا کې د هرې ډلې یو استازی و، خو د افغان طالبانو مرکزي شورا کې یوازې باصلاحیته کسان وي.

دی وايي، اوس دغو ډلو ته دا مالومه شوه چې یوازې یوازې یې ځواک وېشل کېږي، ځکه سره نږدې شول.

کومه ډله ځواکمنه ده؟

د عکس سرچینه، AFP

د احسان الله احسان په خبره، شمېرې او حقایق ښيي چې جماعت الاحرار پاکستان کې تر نورو ډلو ډېره خوځند ده او د توندلاریتوب ډېره پلوي ده. مشر یې عمر خالد خراسانی او ډله یې کله هم له مخالفانو سره خبرو ته نه ده تیاره شوې.

نوموړی زیاتوي، چې کله مفتي نور ولي مسید د ټي ټي پي مشر شو، نو د مخالفو ډلو د پخلا کولو لپاره یې ټولې هڅې وکړې او اوس بریالی شو.

داسې هم ویل کېږي چې مختلفو سیمو کې نورو وسلوالو ډلو سره هم اړیکې نیول شوې او د پاکستاني طالبانو له غورځنګ سره یې د یو ځای کولو هڅې روانې دي.

له دې مخکې د شهر یار مسید ډله هم له غورځنګ سره یو ځای شوې ده.

د دوی یو ځای کېدل به څه ګټه ولري؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

احسان الله احسان وايي، حزب الاحرار د اداري جوړښت له امله له غورځنګ بېله شوې وه.

د ضرب عضب له عملیاتو وروسته پاکستان کې د وسلوالو هڅې ګام په ګام کمې شوې، خو بیا هم پېښې او بریدونه کېږي.

دا بریدونه اوس هم ځینې سیمو کې کیږي او تر ډېره د هدفي وژنو په بڼه تر سره کیږي.

د دفاعي چارو ماهر متقاعد برید جنرال محمودشاه بي بي سي ته وویل، دوی هم داسې مالومات لري چې دا ډلې د یو ځای کېدو هڅې کوي، خو اوس یې وخت له لاسه وتلی او اغېز یې له لاسه ور کړی او پاکستان کې به هڅې بریالۍ نه وي.

د نوموړي په خبره، له ضرب عضب عملیاتو وروسته د غورځنګ کسان سره تیت پرک شول او نوي کسان یې ونه موندل، ځکه به یې هڅې کومه پایله نه لري.