خیبر پښتونخوا حکومت د کوهاټ سیمه ییزو مشرانو یوه پرېکړه ولې بې قانونونه وبلله؟

خیبر پښتونخوا حکومت د کوهاټ سیمه ییزو مشرانو یوه پرېکړه ولې بې قانونونه وبلله؟

خیبر پښتونخوا کې صوبايي چارواکي وايي، کوهاټ ته نژدې د هنګو په دو ابه سیمه کې د ځینې ځايی کسانو هغه پرېکړه چې دکانداران دي، هغو ښځو ته سودا نه ورکوي چې محرم ورسره نه وي، قانوني حیثیت نه لري. د دوابې سیمې ځینې مشرانو دا وروستیو کې دکاندارانو ته یو فرمان خپور کړی و، چې پر یوازې وتلیو ښځو دې سودا نه پلوري. دوی د دکانونو تړلو او ۵۰ زره روپیو جریمې ګواښ هم کړی و. بي بي سي د خیبر پښتونخوا کې د کلتور له صوبايي وزیر شوکت یوسفزي په دې هکله پوښتنه وکړه.