عمران خان سوېلي وزیرستان کې د انټرنېټ پیلېدو ژمنه وکړه

عمران

د عکس سرچینه، PTV

د پاکستان لومړي وزیر عمران د چارشنبې په ورځ سوېلي وزیرستان مرکز واڼه کې غونډې ته د ونیا پر مهال دغه سیمه کې د تري جي او فورجي انټرنېټ د پیلولو خبره وکړه.

هغه واڼه کې غونډې ته وویل: "د ځوانانو غوښتنه وه چې موبایل ټلېفون او انټرنېټ ډېر اړین دي، خو دلته امنیتي مسلې وې."

د پاکستان حکومتي خبري اژانس وايي، لومړي وزیر وویل: "د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د ای اېس ای مشر فیض حمید سره یې تر امنیتي سلا مشورو وروسته دغه سیمه کې د انټرنېټ پیلولو پرېکړه کړې ده."

د نوموړي په خبره، دې اسانتیا سره به ځايي خلکو په تېره زدکوونکو ته اسانتیا برابره شي چې د کورونا وبا له امله پرلیکه درسونه وايي.

د واڼه اوسېدونکې ګل نسا- چې د پنجاب پوهنتون زدکوونکې ده- وايي، د انټرنېټ نشتوالي له امله یې د دویم سمسټر زدکړې ضایع شوې، ځکه یې دا سمستر ځنډولی او اوس به دریم سمستر پیلوي.

هغې پرلیکه یا انلاین ټولګیو کې ګډون درلود، خو خپله سیمه کې د انټرنېټ د ستونزو له امله یې زدکړې اغېزمنې وې:

"د پوهنتون هاسټل بند شو، کور ته راغلم، ټولګي انلاین وو، خو انټرنېټ نه و."

د عکس سرچینه، RIAZ KHAN/GULL NISA

د کورونا وېروس له امله د نورو ادارو په څېر پنجاب پوهنتون هم بند شو او زدکوونکو ته یې پرلیکه زدکړې پیل شوې.

خو وزیرستان کې د نېټ د مناسب سهولت نشتوالي له امله زدکړې اغېزمنې شوې.

ګل نسا وايي، که مخکې دلته نېت فعالېدلی، د دوی زدکړې نه اغېزمنېدلې.

د سوېلي وزیرستان بل اوسېدونکی ریاض خان وايي، خپله سیمه کې یې د نېټ فعالېدو لپاره مختلفو ښارونو کې مظاهرې هم کړې دي:

د لاهور په ګډون لویو ښارونو پوهنتونونو کې د وزیرستان زدکوونکي درس وايي، خو د انټرنېټ نشتوالي له امله یې زدکړې اغېزمنې شوې.

له بلې خوا د پاکستان پي ټي اې یا تلیفوني اړیکو اداره وايي، سوېلي وزیرستان کې د تري جي او فورجي خدمتونه پیلوي او دې سره به سوېلي وزیرستان ته د هغو ټیکنالوجیکو اسانتیاوو مساوي رسولو کې مرسته وشي چې نور پاکستان کې شته