د خيبرپښتونخوا مومندو کې ګرځند کتابتون

د خيبرپښتونخوا مومندو کې ګرځند کتابتون

د خيبر پښتونخوا مومندو کې چې سلګونه ښوونځي يې د وسلوالو بريدونو کي ويجاړ شوي، لوست او زده کړې ته يې د وګړو لېوالتيا تته شوې نه ده.

د دې سيمې يوه بېوزلي زدکوونکي چې په خپله یې د زده کړو پر مهال د کتاب پېرلو توان نه درلود، اوس د نورو کتاب مينه والو لپاره د مشال په نامه ګرځند کتابتون پرانيستی دی.

نجیب الله مومند وايي دا کتابتون يې ځکه جوړ کړی چې د ده په څېر ډېر لا د کتاب پېرودلو توان نه لري. ده يې بي بي سي ته د خپل کتابتون فعاليت کيسه کړې.