بنو: د څلورو ځوانانو وژنې پر ضد پرلت څلورمه ورځ هم دوام درلود

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
بنو
د عکس تشریح،

ځايي پولیس وايي، ددغو ځوانانو مړي تېره یکشنبه موندل شوي. ارشیف تصویر

په پښتونخوا کې د بنو‌ په جاني خېلو کې د څلورو ځوانانو د وژنې پر ضد پرلت نن څلورمه ورځ هم دوام درلود او دغه پرلت کونکي وايي، تر هغه چې يې غوښتنې منل شوې نه وي، له مړو سره د دوی پرلت به دوام لري.

د جاني خېلو د څلورو هغو ځوانانو مړي څلور ورځې وړاندې موندل شوي وو، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې له کوره په ښکار پسې وتلي وو او بیا تری تم شوي وو.

په جاني خېلو کې ځايي پولیس وايي، ددغو ځوانانو مړي تېره یکشنبه موندل شوي وو، چې د دوی په خبره د یوه سر پرې شوی و، یو په ډزو وژل شوی او دوه نور بیا په ډبرو ويشتل شوي او وژل شوي وو.‌

د پولیسو په خبره ددې ځوانانو عمرونه له دیارلسو بیا تر اتلسو کلونو پورې دي او شاوخوا درې اونۍ وړاندې تری تم شوی وو.

د علاو الدین په نامه یوه ځوان چې په دې پرلت کې یې ګډون لاره، بي بي سي ته ټيلي فون پر کرښه وویل، د دوی درې غوښتنې دي او ددې غوښتنو تر پوره کېدو پورې به د دوی پرلت روان وي:

''لومړۍ غوښتنه مو د پوځ د کرنل پر ضد د پولیسو د رپوټ ثبتېدل دي، دویمه غوښتنه مو دا ده، چې د ریاست د ښه او بد ترهګر تګلاره دي ختمه کړل شي او درېیمه غوښتنه مو دا ده،‌ چې دغه وژل شوي کسان دي هم د حکومت له لوري په (شهیدانو) کې شمار کړل شي؛. ''

دغه احتجاج او پرلت چې لومړی جاني خېلو پېل کړی وو، اوس ورسره د شاوخوا ولسوالیو نورو قبیلو هم په دغه پرلت کې ګډون کړی او نن څلورمه ورځ یې هم دوام درلود.

د شمالي‌ وزیرستان یو مشر ډاکټر ګل عالم ددې پرلت یو بل ګډون وال دی، چې وايي، که يې نن غوښتنې ونه منل شوې، نو سبا به دغه پرلت اسلام اباد یا پېښور ته وړي:

''اوس یوه جرګه بیا روانه ده او که نن دغه غوښتنې دلته ونه منل شوې، نو سبا به يې په بنو کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت وهو. ''

چارواکي څه وايي؟

هلته د بنو په جاني خېلو کې حکومتي سرچینې وايي، له دې پرلت وهونکو سره يې خبرې روانې دي او له لومړۍ غوښتنې پرته به يې پاتې دواړه غوښتنې ومنل شي.

د بنو ولسوالۍ جاني خېل سیمه چې د شمالي‌ وزیرستان پر پوله پرته ده، هلته له تېري څه مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د تېرې فېبرورۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان په ایپي کلي کې نامالومه وسلوالو څلور ښځينه کارکوونکې وژلې وې.