"د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خپلې چترۍ او د پاکستان مخدوم له خپلو خادمانو سره"

SMQ

د عکس سرچینه، SMQ

د عکس تشریح،

شاه محمود قریشي او سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورسېد چې له خپل پاکستاني سیال سره پر خپلمنځي، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو خبرې وکړي، خو هوايي ډګر کې له روسي سیال د هرکلي لپاره د شاه محمود قریشي د چترۍ نه نیولو خبره پر بخث اوښتې ده.

پاکستان کې دا مهال په شېبو شېبو باران ورېږي او کله چې شاه محمود قریشي هوايي ډګر کې له سرګي لاوروف د هرکلي انځورونه پر ټوېتر خپروي، نو سرګي لاوروف له الوتکې کوزېدو سره چترۍ پخپله نیولې خو پر شاه محمود قریشي بل کس چترۍ نیولې ده.

له هغه راهیسې خواله رسنیو کې چترۍ لیک په نوم بحث پیل شوی او ډېرو خلکو یې ټوېټ ته غبرګون ښودلی دی.

خبریال او مشهور شخص اقرارالحسن لیکلي: "د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر چترۍ پخپله نیولې چې واکسین جوړوي او هغه بهرنیو چارووزیر چې نورو پرې چترۍ نیولې واکسین ترې اخلي."

بل کارن محمد عثمان لیکلي: "د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خپلې چترۍ سره او د پاکستان مخدوم له خپلو خادمانو سره. "

د عکس سرچینه، MS

طاهر کشمیري لیکلي: "ستاسو او د روس بهرنیو چارو زیر ترمنځ روښان توپیر شته. کوم خلک چې د هېواد او قام د خدمت لپاره راځي، هغه ځان د خپل قام خدمتګار ګڼي، د روسیې بهرنیو چارو وزیر چترۍ پخپله نیولې او تاسو د چترۍ نیولو لپاره یو کس لرئ. "

بل کارن لیکلي، له انځور داسې ښکاري چې شاه صاحب روس ته تللی او هلته یې هرکلی کېږي.

رانا فهد لیکلي، دا مېلمه پالنه شوه چې د روس بهرنیو چارو وزیر چترۍ خپله نیولې او له باران ځان بچوي.

ملک شهناز لیکلي: توپیر وګورئ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر خپله چتري پخپله نیسي، خو د پاکستان وزیر ښايي دا سپکاوی ګڼي، که انګېرنه بدله شي، هېواد به هم بدل شي.

بدلون چېرته دی؟

د عکس سرچینه، SMQ

تصور حسین لیکلي: "د نړۍ د زبرځواک بهرنیو چارو وزیر پخپله چترۍ نیولې او زموږ پر ظل الاهي صاحب خدمتګار چترۍ نیولې، موږ ته د ځان پته نه لګېږي، غرور او لویې زموږ رګونو کې ناڅي. "

ور سره یې د پاکستان د تحریک انصاف تېرو ژمنو ته په اشاره ویلي، بدلون چېرته دی؟

بټي راجپوت لیکلي: " دمخ پر وده هېوادونو خلک د غرور ښکار دي، خو د پرمختللو هېوادونو د خلکو راز دا دی چې خپل کار پخپله کوي، هغه که وزیر یا لومړی وزیر وي. "

یوه بل کارن شاه محمود قریشي ته لیکلي، که چترۍ دې پخپله نیولې وی، قیامت خو نه راته.

خو ځینې داسې کسان هم شته چې د شاه محمود قریشی ملاتړ یې کړی او ویلي یې دي، تر چترۍ پاکستان ته د روسیې د بهرنیو چار وزیر تګ او خبرې مهمې دي او پر چترۍ بحث د دې سفر اهمیت او موخو یادونه پیکه کوي.

روي لیکلي دومره مهم سفر چې سوچ یې هم نشو کولی، خو دوی دا لیدل غواړي چې د چا چترۍ چا نیولې ده، پکاره و شاه صیب هم خپله چترۍ پخپله نیولې وی، خو چې نه ده یې نیولې څه قیامت خو نه شو.