د عثمان کاکړ د مړینې قضیه؛ پلټونکی کمېسیون پرېکړې ته له رسېدو وړاندې لغوه شو

عثمان کاکڑ

د عکس سرچینه، Kabir Afghan

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني غړي او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره ګومارل شوی عدالتي کمېسیون کومې پایلې ته له رسېدو وړاندې لغوه شوی دی.

دا کمېسیون د ښاغلي کاکړ له مړینې وروسته د بلوچستان حکومت لخوا ټاکل شوی و او د بلوچستان د عالي محکمې دوه قاضیان یې غړي وو.

خو د عثمان کاکړ کورنۍ له پیله پر دې کمېسیون نیوکې کولې او تور یې لګاوه چې باید غړي یې د حکومت په خوښه ونه ټاکل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم غوښتنه کوله چې باید پلټونکی کمېسیون د پاکستان د سترې محکمې د قاضي القضات فایز عیسی په مشرۍ جوړ شي.

ویل کېږي چې د عثمان کاکړ کورنۍ غړو د تېرې یوې میاشتې په موده کې د حکومت لخوا جوړ شوي پلټونکي کمېسیون سره هېڅ ډول همکاري نه وه کړې.

اوس د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د بلوچستان اسمبلۍ ته د دې کمېسیون لغوه کېدل تائید کړي.

یاده دې وي چې عثمان کاکړ د تېرې جون میاشتې پر ۱۷مه نېټه خپل کور کې له ټپي کېدو وروسته روغتون کې بستر شوی و او د جون پر ۲۱مه نېټه د سر ټپ له کبله یې ساه ورکړه.

د نوموړي کورنۍ تور لګوي چې پر هغه خپل کور کې برید شوی او پر سر د ژور ټپ له کبله وژل شوی و.

پلټونکی کمېسیون ولې لغوه شو؟

د عکس سرچینه، Kabir Afghan

د عثمان کاکړ کورنۍ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې نامالومو کسانو پر عثمان کاکړ د هغه په کور کې برید کړی او ټپي کړی یې و، چې وروسته د هماغه ټپ له کبله مړ شو.

د عثمان کاکړ زوی خوشحال کاکړ څه موده مخکې بي بي سي ته ویلي وو، دوی پوهېږي چې د دې برید تر شا د چا لاس دی.

خوشحال کاکړ تازه بي بي سي ته ویلي، دوی له پیله پر هغه کمېسیون اعتبار نه درلود چې د بلوچستان د حکومت لخوا جوړ شوی و.

نوموړي وایي، حکومت دا واک نه درلود چې له خپله ځانه د پلټونکي کمېسیون لپاره قاضیان وټاکي.

خوشحال کاکړ تور لګوي چې د حکومت نیت خراب و او نه یې غوښتل چې دې لړ کې رڼې پلټنې وکړي، نو ځکه د ده کورنۍ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرېکړه وکړه چې د یاد کمېسیون پر وړاندې حاضر نه شي.

د حکومت لخوا ټاکل شوي پلټونکي کمېسیون ته یوه میاشت ورکړل شوې وه چې خپل رپوټ بشپړ کړي، خو سره له دې چې یاد کمېسیون په اخبارونو کې اعلانونه هم کړي وو، هېڅوک یې پر وړاندې حاضر نه شول.