کوټه کې چاودنې؛ د ۱۰ پولیسو په ګډون ۲۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

کوټه

د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې په دوو جلا چاودنو کې لږترلږه ۲۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي لومړۍ چاودنه تېر ماښام سرینا هوټل او یونټي څلورلارې ته نږدې چې د کوټې ښار تر ټولو خوندي سیمه ګنل کېږي، د موټرسایکل بم او بله پر سریاب سړک د لاسي بم په وسیله شوې ده.

سرینا هوټل ته نږدې چاودنه کې د پولیسو موټر په نښه شوی.

دې پېښه کې ۲ پولیس وژل شوي او د ۸ نورو سرتېرو په ګډون ۲۱ کسان ټپي شوي دي.

د کوټې د پولیسو مشر اظهر اکرام د پېښې ځای کې رسنیو ته ویلي چې د درېو ټپیان ورغتیايي وضعیت نازک دی.

دا چاودنې داسې مهال شوي چې پاکستان راتلونکې اوونۍ د خپلواکۍ ورځې لمانځلو ته چمتووالی نیسي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسئولیت نه دی منلی.

روان کال د کوټې ښار سرینا هوټل کې یو ځانمرګی برید هم شوی و.

دویمه چاودنه پر سریاب سړک د بسونو تمځای کې یوه لاس ګاډي ته چې د پاکستان بیرغونو پرې پلور کېدل، نږدې شوې.

پولیس وايي دا د لاسي بم برید دی او یوازې یو تن پکې ټپي شوی.

د عکس تشریح،

پولیس دویمه چاودنه یوه لاس ګاډي ته چې د پاکستان بیرغونو پرې پلور کېدل، نږدې شوې

لومړی چاودنه چې پولیس پکې په نښه شوي، له امنیتي اړخه د کوټې ښار تر ټولو خوندي سیمه کې شوې ده.

د بلوچستان د عالي محکمې او ایالتي اسمبلۍ ودانۍ هم د دې چاودنې ځای ته نږدې پرتې دي.

د بلوچستان علی وزیر جام کمال خان او نورو چارواکو دا چاودنې غندلې دي.

دوی له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي.

روان کال کوټه کې دریمه ستره چاودنه

د کوټې سرینا هوټل ته نږدې دا چاودنه د مرکژوبلې له اړخه دغه ښار کې د روان کال درېمه خونړۍ چاودنه ده.

تر دې وړاندې د کوټې کېنټ کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه کې شوې وه چې کڼ سرتیري پکې ټپي شوي وو.

تېره روژه کې د کوټې ښار د سرینا هوټل دننه ځانمرګی برید شوی و چې ۵ کسان پکې مړه او ۱۲ نور ټپي شوي وو.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي ترهګر غواړي بلوچستان ناامنه او ترهه خپره کړي.