کوټه کې چاودنې پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اړولې

پاکستان

په کوټه ښار کې د یوې بمي چاودنې له کبله د پاکستاني نیمه پوځي ځواک (ایف سي) څلور سرتېري وژل شوي او د امنیتي ځواکونو د ۱۶ کسانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

یوه لوړپوړي چارواکي د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته د ټیلیفون له لارې وویل، چاودنه د ایف سي ځواک یوې پوستې ته نژدې شوې ده. د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. پېښه د کوټې ښار څنډو هزار ګنجي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستاني طالبانو تنظیم تحریک طالبان پاکستان وايي، دا برید دوی کړی دي. د پاکستاني طالبانو په یوه وینا پاڼه کې ویل شوي، د کوټې ښار مستونګ روډ سیمه کې د یوه ځانمرګي واسکټ او له باروتو ډک موټر سایکل په وسیله پر ایف سي ځواک برید شوی دی.

د ځايي پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا ایف سي سرتېري په دغه سیمه کې ولاړ وو، چې چاودنه وشوه. د نوموړي چارواکي په وینا د چاودنې پایله کې دوه سرتېري ځای پر ځای ووژل شول او دوه نورو په روغتون کې ساه ورکړه.

د چارواکي په خبره د پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دي، خو لومړني شواهد ښيي چې دا یو ځانمرګی برید و، چې امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي دي. عیني شاهدان وايي، د پېښې ځای کې یې د امنیتي ځواکونو ویجاړو شویو موټرو تر څنګ د یوه موټر سایکل ټوټې هم لیدلې دي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دغه برید غندلی او له اړوند چارواکو یې معلومات غوښتي. د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېره قرباني ورکړې او د بشپړې سولې راتلو تر مهاله به ترهګرۍ ضد مبارزه روانه وي. ښاغلی لانګو وايي، داسې پېښې به د امنیتي ځواکونو پر مورال اغېز و نه کړي.

له دې پېښې نژدې یوه میاشت مخکې د کوټې ښار سرینا هوټل ته څېرمه د اګست پر اتمه یوه زوروره چاودنه وشوه چې دوه پولیس سرتېري پکې وژل شوي وو او د اتو پولیسو په ګډون ۲۵ کسان پکې ټپیان شوي وو.