د پېښور اسلاميه کالج استاد: معلوليت مې د ژوند هوډ نه دی کمزوری کړی

د پېښور اسلاميه کالج استاد: معلوليت مې د ژوند هوډ نه دی کمزوری کړی

د معلوليت لرونکو کسانو ټولنه وايي دا بايد ومنل شي، چې د نړۍ لروبر هغه وګړي چې معلوليت لري، د کورونا وبا له پيله د وګړو ترمنځ تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د ډېسمبر درېيمه د معلوليت لرونکو وګړو نړيواله ورځ ده.

د معلوليت لرونکو نړيوالې ورځې ټولنه وايي پر بېلا بېلو اړخونو او چارواکو غږ کوي چې د وبا پر مهال دې د معلوليت لرونکو له کړاوه زده کړه وشي، او هره ټولنه کې دې د دوی پر وړاندې د پرتو او راټوکېدونکو خنډونو لرې کولو کې اغېزناکه پانګونه وشي.

افغانستان او پاکستان کې معلوليت لرونکي وګړي له خورا ګڼو ستونزو سره مخامخ وي. شکیل خټک بيا پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون استاذ دی، چې معلوليت یې وايي د ژوند هوډ نه دی کمزوری کړی. دی خپله کيسه راته کوي.