مشهور خبریال او سیاسي فعال نظار یوسفزی وفات شو

نظار یوسفزی

د عکس سرچینه، facebook

په متحدو عربي اماراتو کې د عوامي نېشنل ګوند عمومي سکرتر، خبریال او کلتوري فعال نظار یوسفزی د زړه حملې له کبله د پښتونخوا په صوابۍ کې وفات شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ د نظار یوسفزي مشر ورور ریاض خان یوسفزی وفات شوی و، چې د جنازې مراسمو لپاره یې نظار یوسفزی له متحده عربي اماراتو د پښتونخوا صوابۍ ته راغلی و او هلته مړ شو.

د نظار یوسفزي کورنۍ ته نژدې سرچینې وايي، جنازه به یې نن مازدیګر د صوابۍ په شاه منصور سیمه کې کېږي.

ښاغلي یوسفزي په متحده عربي اماراتو کې د شخصي ټلویزیون شمشاد د خبریال په توګه هم فعالیت درلود او یو پېژندل شوی ټولنیز او سیاسي کس و.

ګڼ شمېر سیاسي او کلتوري څېرو د ښاغلي یوسفزي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې یوه ستره ضایع بللې ده.

د عوامي نېشنل ګوند پر فېسبوکپاڼه د غمرازۍ یوه پیغام کې د دې ګوند مشر اسفندیار ولي خان له قوله ویل شوي:

''نظار یوسفزی په اماراتو کې د پښتنو سیاسي او کلتور فعالیتونو کې تل مخکښ رول لوبولی، د باچا خان د فکر تبلیغ یې کړی او په دې سخت ساعت کې عوامي نېشنل ګوند د نظار یوسفزي د کورنۍ تر څنګ دی. ''

د بشري حقونو مدافع او د پاکستان سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک هم د ښاغلي یوسفزي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

ښاغلي خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''نظار یوسفزي له وطن او ولس سره لیونۍ مینه درلوده، غرونه، غرونه یادونه به یې تل پاتې وي، روح یې ښاد. ''

د پاکستان پارلمان غړي محسن دوړ د ښاغلي یوسفزي د مړینې په مناسبت یوه فېسبوک پیغام کې ویلي، نظار یوسفزی ''ژوند پرست سړی و، پښتون افغان وطن سره یې بې کچه مینه وه، د انسان دوست نظار یوسفزي کمی به تل تر تله محسوسوو. ''

مشهور سندرغاړي هارون باچا په یوه پیغام کې د ښاغلي یوسفزي په هکله ویلي: ''نظار يوسفزی مې د کلي وو، ملګری مې وو. هغه زما په سندرو او زه يې له پښتون قام او پښتني هنر سره د مينې په جذبه مين وم. خدای دې يې وبښي. کورنۍ او ملګرو ته يې صبر غواړم. ''

مشهور شاعر او د نظار یوسفزي نژدې ملګري ممتاز اورکزي بیا د شعر په ژبه د ښاغلي یوسفزي د مړینې ساندې ویلې دي:

ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره

چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره

ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟

زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره

ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟

چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره

ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره

چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره

ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره

چې مختار به لاس په سر شي له اختياره

ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره

چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره

ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره

چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره

ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره

چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره

ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره

چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره...