پېښور: د رسنیزې ادارې تښتول شوی کارکونکی اسلام اباد کې خوشی شوی

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption عابد عبدالله په پلازمېنه اسلام اباد کې خوشی شوی دی

پاکستان کې د یوې لویې رسنیزې ادارې ' جنګ ګروپ ' د همغږۍ برخې مشر عابد عبدالله، چې د چهارشنبې په ورځ د پېښور له حیات اباد سیمې تښتول شوی و، پلازمېنه اسلام اباد کې خوشی شوی دی.

د نوموړي ورور حامد عبدالله وايي، تښتونکو ښاغلی عابد د پلازمېنې په کومه برخه کې خوشی کړی دی. د نوموړي له تښتول کېدو وروسته ځايي پولیسو د هغه لټون پیل کړی و.

د پولیسو یو ځايي مشر کاشف ذوالفقار وايي سیمه کې د پولیسو او پوځ له لوري امنیتي کمرې ځای پر ځای شوې، خو په وینا یې پېښه شپې مهال شوې او د تیارې له کبله کمرو کې د پېښې څرنګوالی نه دی لیدل شوی.

د نوموړي په وینا له لومړنیو معلوماتو داسې ښکاري چې پېښه کې د پاکستان حکومت مخالفانو لاس شته. پولیس وايي ښاغلی عابد د حیات اباد صنعتي سیمه کې د خپلې ادارې مطبعې لیدو ته ورغلی و، چې د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.

پېښور کې د جنګ ګروپ یو مسوول ارشد عزیر ملک وايي تښتونکو عابد عبدالله د قبایلي سیمې پر لور نه دی لېږدولی، بلکې د ښار پر لور یې یووړ، چې په وینا یې د پولیسو او پوځیانو د پوستو څنګ ته بې پوښتنې تېر شوي دي.

د نوموړي په وینا پېښور ته له رسېدو سره نوموړی وتښتول شو او له دې مخکې کوم ګواښ ورته نه دی شوی او نه هم ورنه د پېسو غوښتنه شوې، چې په وینا یې له همدې کبله دوی نه پوهیږي، چې په دغه تښتونه کې به څوک لاس ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب