ډېره اسماعیل خان کې درې مړي موندل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د درې واړو کورنيو هم تراوسه څه نه دي ویلي، چې دا کسان له کومه وخته تری تم او د چا له خوا وژل شوي دي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د دریو تنو مړي موندل شوي چې د پولیسو په خبره درې واړه په مرمیو وژل شوي دي.

د سیمې د پولیسو په خبره، د سې شنبې په سهار يې دغه مړي موندلي، چې دوه وژل شوي کسان د سوېلي وزیرستان اړوند او یو د ټانک سیمې دی.

تراوسه دا نه ده څرګنده، چې دغه کسان د چا له خوا او په کوم تور وژل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر عدنان خان بي بي سي ته ویلي، د سې شنبې په سهار وختي مهال ورته ددغه ښار په څنډه ټانک سړک کې دغه مړي په لاس ورغلي، چې وروسته يې د درې واړو مړي د ډېره اسماعیل خان سرکاري روغتون ته لېږدولي دي.

د پولیسو یاد مشر زیاتوي، په دغو کسانو کې د یوه کس پېژندګلوي د عبدالغني په نامه شوې، چې په اصل کې د وزیرستان د لدې سیمې اوسېدونکی دی خو دا مهال په ډېره اسماعیل خان کې اوسېده.

د دوم کس پېژندګلوي بیا د پنځوس کلن عطاء الله په نامه سره شوې، چې د پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. په دغو مړیو کې د درېیم کس پېژندګلوي بیا د محمد غني په نامه سره شوې، چې د پولیسو په خبره د وزیرستان اوسېدونکی دی.

د درې واړو کورنيو هم تراوسه څه نه دي ویلي، چې دا کسان له کومه وخته تری تم او د چا له خوا وژل شوي دي.

د پښتونخوا په اکثره سیمو کې په تېر وخت کې همداسې د هغو کسانو مړي موندل شوي، چې تعلق يې له وسلوالو ډلو سره و او امنيتي ځواکونه يې په لټه کې و، خو د امنيتي چارواکو په خبره ځينې داسې مړي هم موندل شوي، چې ولسي وګړي او تعلق يې له هیڅ یوې وسلوالې ډلې سره نه و.

د سې شنبې د ورځې ددغو مړیو په هکله تراوسه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.

له دې سره د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بیا له تېرو څه کم لسو کلونو راهیسې همداسې په مرموز ډول د وژل شویو کسانو مړي موندل کېږي، چې بلوڅ بېلتون پالي يې تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کوي، خو هغوی دا تورونه ردوي.

ورته مطالب