په پاړه چنار کې د مساپرو پر موټر بمې برید وشو

د انځور حقوق AFP
Image caption په کرمه اینجنسۍ کې پر یوه مساپر وړونکی موټر بمي برید پنځه مساپر ټپیان کړل

د پاکستان په قبایلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې د مساپر پر موټرو د بمې بریدونو لړۍ روانه ده. په یوه تازه بمي برید کې چې پر یوه مساپر وړونکي موټر ترسره شو پنځه مساپر ټپیان شوي دي.

د کرمې ایجنسۍ د ادارې څانګې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل د جمعې (د مارچ ۱۶مه) یو مساپر وړونکی موټر له پاړه چنار نه پيښور ته روان و چې په ژوره کرمه بمي برید پرې وشو او لږ ترلږ پنځه مساپر پکې ټپیان شول.

ویل شوي چې په ټپیانو کې ماشومان او ښځي هم شاملې دي.

چارواکي وايي داسي بریښې چې بمې برید له لیري د ریموټ کنترول په وسیله شوی. عیني شاهدانو وویل چې په چاودنه کې موټر ته ډیر زیان اوښتي او ټپیان د ټل روغتون ته لیږدول شوي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د ټل پاړه چنار ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر مساپر وړونکو موټرو په بریدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي دي.

د جمعې د ورځې له برید نه درې ورځې مخکې هم یوه ورته برید په ژوره کرمه کې شوی و چې درې کسان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د ټل پاړه چنار ترمنځ لاره څه موده وړاندې د قومي مشرانو د پریکړې له مخې د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه. تر دې وړاندې دغه لاره د سیمې د امنیت د خرابوالي له امله شاخوا درې کاله بنده وه.

قبایلي مشران وايي پر مساپر وړونکو موټر بریدونه هغه ډلې او کسان کوي چې غواړي په سیمه کې حالات ګډوډ کړي.

ورته مطالب