پېښور کې ځانمرګي برید یو جګپوړی پولیس وواژه

د برید عکس د انځور حقوق v
Image caption د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې یوه ځانمرګي برید د پولیسو یو لوړ رتبه چارواکی کالام خان وواژه.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې یوه ځانمرګي برید د پولیسو یو لوړ رتبه چارواکی کالام خان وواژه.

چارواکي وايي کالام خان خپل د کار ځای ته پر لار و چې د پشته خرې په سیمه کې ورباندې ځانمرګی برید وشو. په برید کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

چارواکي وايي په دغه ځانمرګي برید کې شپږ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي وو.

کالام خان د پیښور او باړې پر پوله د پرتو سیمو څارنه پر غاړه لرله. پر نوموړي د ځانمرګي برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخیستی دی.

په دره ادم خیل کې د طالبانو یوه ویاند محمد له بي بي سي سره په خبرو کې کالام خان تورن کړ چې د دوی د یوه ملګري کورنۍ ته یې سپکاوی کړی و.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په مرکز ښار پیښور کې وسله وال بریدونه ډیر شوي چې چارواکي یې په قبایلي سیمو کې د اورپکو پرضد د عملیاتو غبرګون بولي.

ورته مطالب