"اسامه د اوباما د وژنې پلان درلود"

ایبټ اباد کې د اسامه مخکنی کور د انځور حقوق AP
Image caption امریکا وايي چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه پر کور د چهاپې پرمهال ځینې اسناد او یو کمپیوټر موندلی دی.

ځينو امریکايي خبري رسنیو ویلي، چې د القاعدې شبکې بنسټګر او مشر اسامه بن لادن د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وژنې پلان درلود.

امریکا وايي په ایبټ اباد کې یې د اسامه په کور کې یې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د وژنې لپاره جوړ شوی پلان موندلی دی.

امریکا ددغو اسنادو په حواله ویلي، چې بن ل ادن له خپلو مرستیالانو د هغې الوتکې د الوځولو غوښتنه کړې وه، چې اوباما او جنرال ډېوېډ پټرېیاس پکې سپاره وو.

ویل کېږي په اسنادو کې د بن لادن دا باور هم ښودل شوی، چې د اوباما وژنه به امریکا پخپلو کې سره واچوي؛ ځکه چې په وینا یې مرستیال ولسمشر جو بایډن په پوره ډول د واک اخیستو ته چمتو نه و.

واشنګټن پوست ورځپانې ددغو اسنادو یو ټوک ترګوتو کړی دی.

امریکا په ایبټ اباد کې په ۲۰۱۱ کال ټول موندل شوي اسناد په دقیقه توګه څاري.

په دې اسنادو کې دا هم راغلي چې اسامه له خپل یوه مرستیال الیاس کشمیري د اوباما د وژنې د برید چمتو کولو غوښتنه کړې ده.

امریکايي سرچینو ویلي، بن لادن ددې کار لپاره یوه ۴۸ مخه پلان لیکلی، چې پکې راغلي: ''له تاسې هیله کوم چې له ورور الیاس وغو اړﺉ چې ددغه برید لپاره یې څه پلان جو ړکړی دی.''

د امریکا خبري رسنیو ویلي، استخباراتي چارواکي په دې اند دي چې ګني القاعدې ددا ډول برید توان له لاسه ورکړی دی.

الیاس کشمیري د اسامه له وژل کېدا یوه میاشت وروسته په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ورته مطالب