خیبر ایجنسي: د سړک پرغاړه ۱۴ مړي موندل شوي

خیبر ایجنسي د انځور حقوق Reuters
Image caption د چارواکو په وینا، په مړو کې د پېښور د یوه پخواني چارواکي اعظم افريدي یو خپلوان هم دی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې د سړک پرغاړه یې د څوارلسو کسانو مړي موندلي دي.

دوی وايي چې دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي او بیا د سړک پرغاړه اچول شوي دي.

د چارواکو په وینا، په مړو کې د پېښور د یوه پخواني چارواکي اعظم افريدي یو خپلوان هم دی.

د خیبر پښتونخوا یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، دغه مړي د باړې له علاقه دارۍ اووه کیلومتره لیرې د سپین قبر په شیخ اباد سیمې په یوه ډاګ کې د سړک پرغاړه موندل شوي.

سرچینې دا هم ویلي چې دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي او مړي یې پېژندل شوي دي.

سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته وویل، مړي د ځايي خلکو دي، چې څو ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته تري تم شوي وو.

د سیمې خلکو ویلي، چې مړي څه ناڅه بوین شوي، او داسې ښکاري چې یوه ورځ مخکې وژل شوي دي.

د سیمې چارواکي ویلي، دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان چا تښتولي وو، خو ځايي اداره وايي چې شاید د وسله والو اورپکو لاس پکې وي.

ځايي خلک وايي، هغه سیمه چې مړي پکې موندل شوي، د لشکر اسلام د مشر منګل باغ د اوسېدو له ځایه ایله څو سوه متره لیرې ده او ویل کېږي چې وژل شوي د منګل باغ پلویان دي.

له دې پېښې یوه ورځ وړاندې، باړې بازار ته نژدې د درو اورپکو جسدونه هم موندل شوي وو چې د ځايي خلکو په وینا، وژل شوي کسان د جلوزو له کمپه د امنيتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

خو چارواکو دا خبره نه ده منلې.

د ویلو ده چې په خیبر پښتونخوا او نورو قبایلي سیمو کې له څه مودې راهیسې د تښتول شوو خلکو مړي موندل کېږي، چې تراوسه د سلګونه کسانو مړي موندل شوي.

ورته مطالب