پاکستان د پاڼ پر غاړه، د احمد رشيد نوى کتاب

احمد رشيد
Image caption احمد رشيد په خپل پنځم خپارۀ شوي کتاب کې د پاکستان وضعيت ښه نه بولي

د پاکستان مشهور ورځپاڼه ليکوونکى او ليکوال احمد رشيد په خپل يوۀ نوي کتاب کې وايي چې پاکستان د گډوډۍ او انارشۍ په لور روان دى.

په دې کتاب کې له متحدو ايالاتو سره د پاکستان د اړيکو د ښه کيدا لپاره وړانديزونه شوي او دا هم ويل شوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې ولې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره مهمې دي.

دا کتاب "پاکستان د پاڼ پر غاړه: د امريکا پاکستان او افغانستان راتلونکى" نوميږي او په روانه اوونۍ کې په متحدو ايالاتو کې خپور شوى دى.

احمد رشيد په دغه کتاب کې وايي چې پاکستان نور د ختمېدا په حالت کې دى او د دې پړه د اسلام اباد د واکدارانو او د اوباما پر ادارې لويږي چې اړيکي يې سره خړې پړې دي او گڼې داسې پېښې وشوې چې دا اړيکي خرابې شي.

احمد رشيد وايي د پاکستان د ستونزو اصلي دليل دا دى چې دغه هيواد د امريکا مرستو ته اړ دى، په کور دننه يې سياست پېچلى دى، حکومت پر پوځ او استخباراتو کنترول نه لري، خپل اقليتونه يې نه دي ساتلي او له پاکستاني طالبانو او نورو اورپکو ډلو يې د خپلې خاورې ځينې برخې نه دي خوندي کړي.

د خپل کتاب په باب د خبرو پر وخت ٦٣ کلن احمد رشيد وويل پاکستان داسې ښکاري چې د يوۀ ناکامه هيواد په توگه رابرسيره کيدونکى دى.

" زۀ داسې فکر کوم چې د حکومت د کنترول نشتوالى، د دولت د واک نشتوالى په دې مانا دى چې د هيواد په بيلا بيلو برخو کې به لا ديره انارشي زياتيږي".

احمد رشيد وايي اوس د اسلام اباد او واشنگټن ترمنځ ډيره بې باوري پيدا شوې ده او هغه ورځې تللي دي چې امريکا به په پاکستان کې چې هر څه کول، کولى به يې شواى.

دغه پاکستانى ورځپاڼه ليکونکى وايي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره بايد د سولې خبرې وشي او د ده په وينا پاکستان چې طالب مشرانو ته پناه ورکړې بايد په دغو خبرو کې گډ شي.

ورته مطالب