بلوچستان شورا: طالبان دې تښتول شوي مرستندويان پريږدي

بلوچستان د انځور حقوق
Image caption د تښتول شوو له ډلې یو کس وژل شوی دی.

د بلوچستان ايالتي شورا د تښتوونکو له هغې ډلې چې پنځه مرستندويان يې يرغمل ساتلي غوښتنه کړې، چې هغوى پرېږدي.

وکيلان وايي تښتوونکي طالبان دي او له پر هغوى يې غږ کړى چې د تښتول شويو کورنيو ته د خپلو غوښتنو د پوره کولو وخت ورکړي.

ډلې د دوه نيم ميليونو ډالرو غوښتنه کړې او وايي چې که ور ونه رسېږي، يرغمل به ووژني. د بلوچستان د کليوالي مرستې په نامه مرستندويې ټولنې شپږ غړي د تېر ميلادي کال په وروستيو کې يرغمل شوي وو چې يو يې لږ وروسته ووژل شو.

تښتوونکو د پاتې کسانو د پرېښودو لپاره خپله غوښتنه په داسې حال کې وړاندې کړې چې ټاکل شوې وه ايالتي پارلمان د هغوى برخليک وڅېړي.

دغه پنځه کسان د پشین ولسوالۍ له برشور سیمې طالبانو وتښتول.

اسمبلۍ ویلي چې طالبان دې تښتول شوي کسان د هغوی کورنیو ته وسپاري.

دغه کسان لاهم د طالبانو په لاس کې دي.

د اسمبلۍ د غړو په وینا، په تېره یوه میاشت کې د تښتول شوو د خلاصون لپاره حکومت هېڅ هڅه نه ده کړې.

د ۲۰۱۱ د دسمبر پر ۱۳مه، د شاهین په نامه د طالبانو یوې ډلې د پشین له ولسوالۍ د یوې خیریه مؤسسې شپږ کارکوونکي وتښتول.

تښتول شوي وزیرستان ته لېږدول شوي دي.

د تښتول شوو له ډلې د کچلاک اوسېدونکی مقبول احمد ووژل شو.

د پاتې پنځو کسانو د خوشي کولو لپاره طالبانو ددوه نیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د یرغمل کړو کسانو لپاره د مارچ پنځه ویشتمه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب