د بشرنوید کالم: پښتون افغان د ''نوي کال'' په هېنداره کې

د انځور حقوق AFP
Image caption د نوي کال په راتلو د هيلو او ارمانونو د پوره کولو هره وعده دروغجنه ثابته شوې ده،

د ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د رارسېدو له امله له افغانستان تر پېښور پورې د مبارکۍ يو غږ خپور شو، خدای دې وکړي دا کال د ټول پښتون افغان لپاره د سولې، صميميت، يووالي او د ارامۍ کال وګرځي.

د کابل د غرونو واورې چې ويلې شي او د کابل سيند چې په اباسين ورګډېږي په دې باور چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي

ای ''نوي کاله ''!

هر کله راشې، ګام دې بختور شه، غږ دې د پښتون افغان د هيلو او ارمانونو نېکمرغه فال وګرځه.

ای د نوي کال نوي باده!

موږ هغه ولسونه يو چې په خندا کې مو هم د ژړا سانده وي، ارمانونه ژاړو او د نوي قرار ژوند په هيله ساه اخلو.

دا ټول پښتون افغان وطن په بوغ اواز د خپل احساس په لاش وير کوي او حلال شوي سرونه يې په پښو کې پراته دي. د حسين د مرګ نوې ادا کوي.

وزيرستان د خپل سر نه پټکی کوز کړی داسې منډې وهي لکه فقير ايپي چې د خپلې تنې غوڅ سر په تلى کې نيولى وي او جګو جګو غرونو ته وايي:

سوری سوری په ګولو راشې

د بې ننګۍ اواز دې را مشه مينه

د خېبر غرونه ځوړند سر ملامته ولاړ دي او د خجالته ګونګ سونګ دي.

د هندوکش د زړهٴ درزا اوري د شمشاد له هسکې څوکې نه ورته په غږ کې دا اواز راځي:

چې خيبره

تا خو به ويل

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پېښور کې افغان يو دی

تور کارغه

پښتونخوا د مسخ شوي پښتون مړي تماشه ده لکه قابيل چې خپل هابيل په اوږو مړ ګرځوي او ''تورکارغه'' ورته د ښخولو طريقه ښيي او ورته په هوښياره ژبه وايي:

داسې ان دغه شان ما په لوی افغانستان کې يو ورور په بل ورور وژلی وه، بيا مې پرې دغه مړی خاورو کې ورمنډلی و، او د قبر په کتبه مې ورله د ''فساد'' حرف ليکلی و.

ان دغه شان سزا تا ته هم درکوم، خو ستا سزا به نوره هم کرخت شکل لري ځکه چې ته تاريخي طور غلام يې، هغه غلام چې د ازادۍ په حاصلولو نه پوهېږي نو جنت ته د لنډې لارې په حرص کې د مرګ په ځانوژلې ادا وايي:

را دې شي اوس ما له اجل چېرته دی

قاتل په جنازه کې

د مومندو لارې د پردو غمازانو ډکې دي او د پښتونخوا په جنازه کې قاتل پخپله ولاړ دی د شهادت مرتبې وېشي، د صنوبر حسين کاکاجي روح نن هم پښتون ازار کې وايي:

خدايه دا بازار تالا کړی په مغولو

د مفلس حُسن په يو موټی چڼو ځي

د کراچۍ د پښتنو ارمانونه زنګ وهلی شور

د کوټې پښتون د برمه پرېوتلی زور

د کابل تر پېښوره تاريخي افغانان په اور سوی سکور

له چتراله تر بولانه دا د خپلو او پردو پېغور

اوس چې زموږ سرونه د بارودو ځو مبکي دي او تنې مو لکه شونټۍ بليږي په داسې لمبو او لوګو کې زموږ هيلې او ارمانونه شته خو پوښتنه دادی چې د ټول پښتون افغان وطن لپاره زموږ هدفونه څه دي؟

زموږ د پوښتنو ځوابونه څه دي؟

د نوي کال په راتلو د هيلو او ارمانونو د پوره کولو هره وعده دروغجنه ثابته شوې ده، پښتنو ته د هر نوي مزل په سر يو نامعلومه منزل د سراب په شکل کې ښودلی شوی دی ''دا دی راروان دی''، ''هغه دی راروان دی'' په بې نتائجو کیسو یې مشغول او مصروف ساتلى دى.

د قام په حيث محرومو زپلى ولسونو دا پوښتنه ونه کړ ه چې د پښتنو د برخو دا ټول سپرلى یوازې غوټۍ ولې سپړي، دا غوټۍ سرهٴ سرهٴ ګلابونه ولې نشول؟

د يو فرد په حيث دا د هر باشعوره پښتون قامي ذمه واري ده چې هر څوک له خپلو رهبرانو وپوښتي:

تاسو موږ ته مُهار اچولی دی دا چېرته مو رواون کړي يو؟

هو،

موږ له تاسو سره د اور په سمندرونو هم ورخېژو، په کنډو کپرو، غرونو، شاړو، دښتو، ډاګو، ميدانونو په هر لوري درسره ځو،

خو،

د ګام اخیستو نه باید پوی شو چې موږ ته دا خبره په ښکاره ټکو کې سپينه کړئ چې د دې مزل منزل څه دی؟

زموږ د سرونو د مرګ د لوبې د امتحان نتيجه څه ده؟ تاسو ويل څه غواړئ؟ کول څه؟ موقف څه او هدف څه دی؟

ورته مطالب