د بې ځایه شوو شمېر نیم میلیون ته رسېدلی

بې ځایه شوي د انځور حقوق BBC World Service

ملګري ملتونه وايي له خیبر ایجنسۍ د تاوتریخوالو له کبله نژدې نیم میلیون کسان بې ځایه شوي دي.

دوی وايي، چې دا شمېره په تېرو درو اوونیو کې ٪۱۰۰ ډېره شوې ده.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، له قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ د سخت دريځو اورپکو او پوځي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا مهال د پاکستان د نورو سیمو او تېرو کالو په پرتله د خیبر ایجنسۍ امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی.

قاضي القضات

بل خوا، د بلوچستان قاضي القضات افتخار محمد چوهدري د بلوچستان پر روانو ناوخوا او امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلی چوهدري، چې د قاضیانو له یوې ډلې سره بلوچستان ته تللی، وايي چې لا درکه شوي کسان لویه ستونزه ده.

د سترې محکمې مشر په کوټه کې د بلوچستان د امنیتي ستونزې په تړاو د غوښتنلیک اورېدل ومنل.

ورته مطالب