ژوبوال وايي پښتني سیمو ته دې غاز ورسول شي

د انځور حقوق UNIAN
Image caption د ژوب د ځوانانو ټولنې د مارچ په ۲۴ نيټه تر کوټې پورې لاريون پيل کړ.

د ژوب ځوانانو غوښتنه کړې چې حکومت دې د بلوچستان ټولو پښتني سيمو ته غاز ورکړي او د بريښنا کمښت دې کم کړای شي.

په همدې موخه دغو ځوانان د ژوب نه تر کوټې يو لاريون کړی چې د شنبې ورځ (د اپريل،۷)يې د والي د ودانې مخې ته خپله مظاهره روانه ساتي.

د ژوب د ځوانانو ټولنې د مارچ په ۲۴ نيټه تر کوټې پورې لاريون پيل کړ.

دوی په شپارسو ورځو کې شاوخوا ۳۶۰ کلیو متر ه واټن وهلی او د جمعې ماښام(اپريل ۶) کوټې ته را ورسیدل.

دوی غوښتنه لري چې د ژوب تر څنګ دې د بلوچستان ټولو پښتني سیمو ته غاز ورکول شي او په يادو سيمو کې دې د بریښنا ستونزې ته د پای ټکی کيښودل شي.

په دې اړه د لاريون يوه برخوال او د کاکړ خراسان اوسيدونکي جلیل مردانزي وويل:

د برېښنا د کمښت له امله د سیمې ټول باغونه وچ شوي دي.

دې کار په سیمه کې بې روزګاري ډيره کړې. موږ له حکومته په وار وار غوښتنه کړې چې د چشمه بیراج او پښتونخوا نه د بولچستان پښتنو ته بريښنا ورکړل شي.

د لاريون برخه وال پر نورو پښتني سيمو سربیره ژوب ته هم د غازو ورکول غواړي او زياتوي چې دا هغه ژمنه ده چې دولت ورسره کړې خو پوره کړې نه ده.

په لاريون کې د ځوانانو تر څنګ کوچنیانو هم ونډه اخیستې وه. افتخار شاه د اول ټولګي زده کوونکی دی او وايي:

د ژوب خلک هم د پاکستان اوسیدونکي دي او د پاکستان د نورو اوسیدونکو په ډول دوی هم حق لري چې غاز او بريښنا ولري.

ورته مطالب