وسله والو کوټه کې شپږ هزاره ګان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیسو ویلي چې دا وژنه قصدي ده.

پاکستاني پولیس وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې ناپېژاندو وسله والو د هزاره قوم شپږ وګړي په ډزو وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.

برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال ایوب ترین وايي، د دوشنبې پر ماښام ناپېژاندو وسله والو پر 'پرنس روډ' پر یوه دوکان داسې مهال ډزې وکړې، چې څنګ ته یې ګڼ کسان د خرڅلاو لپاره ولاړ وو.

پولیسو ویلي چې دا وژنه قصدي ده.

د ویلو ده چې په تېر مارچ کې هم په کوټه کې ناپېژاندو وسله والو پر یوه سوزکي ګاډي ډزې وکړې چې لږترلږه شپږ کسان په کې ووژل شول.

ټول وژل شوي د هزاره قوم وګړي وو.

تر برید وروسته د پاکستان قاضي القضات افتحار محمد چوهدري سخت اندېښمن شو.

قاضي القضات له ځینو نورو قاضیانو سره کوټې ته هم سفر کړی و.

ورته مطالب