کوټه کې وسله والو اته کسان وژلي

کوټه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې وروستیو کې دا ډول بریدونو د ۲۵ هزاره ګانو ژوند اخیستی دی.

د بلوچستان مرکز کوټ کې ناپېژاندو وسله والو د یوه پولیس په ګډون اته کسان په ډزو وژلي دي. په وژل شوو کې اووه کسه د هزاره قبیلې غړي دي.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال ایوب ترین وايي، چې د شنبې پر ورځ (اپریل ۱۴) د کوتې پر بروري سړک دوو موټر سایکل سپرو پر یوه ګاډي ډزې وکړې، چې لږترلږه اووه کسان یې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

نوموړی وايي چې په یوه بل برید کې چې د کوتې په 'جنو' کې وشو، یو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

بل خوا د کوټې په شالکوټ کې هم یو پولیس د ډزو له کبله وژل شوی دی.

ایوب ترین وايي چې درې واړه بریدونه پرله پسې شوي دي.

له بریدونو وروسته، د کوټې د هزاره قبیلې لسګونه کسانو مظاهره کړې، او ځینو ګاډو ته یې اور ورته کړی دی.

د شنبې ورځې په دې بریدونو سره په کوټه کې بیا وېره خپره شوې ده، هټۍ تړل شوې او کاروباري مرکزونه بند شوي دي.

بل پلو، د بلوچستان اعلی وزیر نواب اسلم ریساني دغه وژنې په کلکو ټکو غندلې او په کوټه کې ښار کې یې د امنیت د ټینګښت غږ کړی.

نوموړي ویلي چې په سرحدي سیمو کې دې د پوځيانو ګزمې غښتلې شي.

د تېرې مارچ پر ۲۹ هم په کوټه ښار کې د هزاره قبیلې ځینې غړي په ډزو ووژل شول.

په دې وروستیو کې دا ډول بریدونو د ۲۵ هزاره ګانو ژوند اخیستی دی.

ورته مطالب