کاربندۍ کوټه په ټپه درولې وه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خو هره ورځ د بېلا بېلو سیاسي او مذھبي گوندونو له خوا داحتجاج اوکاربندیز څخه اوس عادي خلک اودوکانداران ډير په تنګ شوي دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کاربندیز له امله عادي وگړي د سختو کړاونوسره مخ شوي دي.

د کاربندیز غوښتنه د هزاره قبیلي د نهو کسانو دوژنې وروسته شوې ده.

تر پیښې وروسته پولیسو نژدې ۹۰ مشکوک کسان نیولي هم دي.

د شنبې (د اپريل ۱۴) په ورځ په کوټه کې د ځينو نا څرگنده وسله والو د ډزو له امله نهه هزاره ګان ووژل شول.

د پیښې په ضد د شیعه مسلک سره تړاو لرونکي د بېلا بېلو سیاسي اومذھبي گوندنو په غوښتنه د یکشنبې (د اپريل ۱۵) په ورځ په کوټه کې کاربندیز اعلان شو.

د کاربندیز پر مهال ټول د کانونه اوکارو باري مرکزونه تړل شوي وه او پر سړکنو د موټرانو ګڼه ګوڼه هم لږه وه.

البته د هزاره قبیلي له خوا دکوټې پر لويديځ سړک باندې ټوله ورځ د احتجاج لړۍ روانه وه اومظاهره چیانو د حکومت پر ضد نه يوازې شعارونه ورکول بلکه ځينوکسانو پرسړک ټايرونو ته اور هم اچاوه.

خو هره ورځ د بېلا بېلو سیاسي او مذھبي گوندونو له خوا داحتجاج اوکاربندیز څخه اوس عادي خلک اودوکانداران ډير په تنګ شوي دي.

بلی خوا ته د بلوچستان اعلی وزیر نواب اسلم ریساني د کوټې دامنیت پر ستونزه د يوې غونډې په ترڅ کې پولیسو اوسرحدي عسکرو ته امر ورکړچې دامنیت لپاره دې کلک گامونه پورته کړي.

وزیراعلی د دیني عالمانو یوه غونډه هم رابللې وه خو په دغه غونډ ه کې شیعه عالمانو برخه وانه خیسته او ویې ویل چې د دغه ډول غونډو ھیڅ گټه نشته او یوازې وخت تیرول دي.

دلته په کوټه کې د پولیس له خوا په یو بیانیه کې ویل شوي دي چې پولیسو اوسرحدی عسکرو په تیرو دوو ورځوکې۹۰ شکمن کسان نیولي او پلټنې يې ور نه پيل کړي دي.

پولیس دا گام له ھغه وروسته پورته کړ چې د شنبې (د اپريل ۱۴ ) په ورځ ځينو نا څرگندو وسله والو کسانو په بېلا بېلو پیښو کې نهه تنه هزاره گان ووژل.

ورته مطالب