"طالبان دې د اسلام په نوم برمته کسان را خوشې کړي"

Image caption پنځه واړه کسانو د يوې مرستندویه ټولنې رولر سپورټ يا بي ار ايس سره کار کاوه

د هغو تښتول شويو کسانو کورنيو چې څلور مياشتې وړاندې طالبانو له ځانه سره برمته کړي دي غوښتي چې خپلوان دې يې را خوشې کړي.

دغه کورنۍ وايي د طالبانو له منګلو د دغو کسانو د را خلاصولو لپاره يې د ولس څخه د پيسو ټولولو لړۍ روانه ساتلې.

د سه شنبې (د اپريل ۲۳) شعارونه د سياسي غونډو د رابللو لپاره نه بلکې د کوټې پر باچا خان چوک د هغو پنځو کسانو د راژغورلو په موخه د پيسو ټولولو لپاره ورکول کيده. دغه کسان تير کال د دسمبر مياشتې پر ۱۳ د پشين ولسوالۍ د برشور سيمې نه ناڅرګندو وسله والو وتښتول چې وروسته بیا د شاهين په نامه د طالبانو يوې ډلې پړه په غاړه واخیسته.

پنځه واړه کسانو د يوې مرستندویه ټولنې رولر سپورټ يا بي ار ايس سره کار کاوه

د برمته شويو کسانو تښتونکو د دوی د خوشې کيدو په بدل کې د ۲۳۰ ميليونه کلدارو غوښتنه کړې.

په برمته شويو کسانو کې د يو تن (نجیب الله) تره سيد اکرم وويل چې دومره پيسې ورسره نشته چې د طالبانو دغه لویې غوښتنې پوره کړي.

دی زياتوي چې په دې اړه دولت هم هيڅ مرسته نه ده ورسره کړې نو ځکه دوی هم د چندې ټولولو ته اړ شوي دي.

سيد اکرم وايي په تيرو ۱۲ ورځو کې يې يوازې ۳۳ زره روپۍ را ټولې کړي.

د تښتول شويو خپلوان زياتوي چې طالبان هره میاشت ور نه د سټلايټ ټيليفون بیل هم غواړي خو دوی دومره وس نه لري.

په دې اړه د يوه بل برمته کس بشیراحمد پلار شمس محمود غوښتنه وکړه چې طالبان دې د اسلام په نوم اوانساني همدردۍ پر بنسټ د غه کسان راخوشې کړي.

دیادونې وړده چې تیره میاشت د تاوان د ورکولو د توان نه درلودولو له امله طالبانو دکچلاغ اوسیدونکي مقبول احمد ووا ژه.

په دې اړه چې مې کله د بلوچستان رولرسپورټ پروگرام یا بې آرایس پي د چارواکو سره اړيکه ونيوله هغوی راته وویل چی بي آرایس پي اوس هم د حکومت سره په تماس کې ده اوھڅه کوي چې ترخپله وسه د طالبانو غوښتنه پوره کړي.

ورته مطالب