پاکستان کې څارګرو الوتکو اته کسان وژلي

بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق AFP
Image caption منتقدین وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۰۰ بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

له پاکستانه راپورونه وايي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د امریکا څارګرو الوتکو برید لږترلږه اته شکمن وسله وال وژلي دي.

برید میرانشا ته څېرمه په شوال سیمه کې شوی دی.

پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، یوې څارګرې الوتکې د میرانشا په لوېديځ کې پر هغه کور برید کړی، چې غالباً وسله وال په کې وو.

دوی ادعا کړې چې هلته پاکستاني طالبانو او د القاعدې کسانو پوځي روزنې کولې.

شنونکي وايي، دا په تېره یو اوونۍ کې د امریکا له خوا پر پاکستاني خاوره دویم برید دی، چې پاکستان یې د خپل ځمکنۍ بشپړتیا لپاره سپ:اوی بولي.

خو ځینې نور بیا وايي، چې پاکستان په ښکاره ددغو بریدونو مخالف او په پټه کې امریکا ددغو بریدونو ډېرولو ته هڅوي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې واشنګټن له اسلام اباد سره د اړیکو پر ښه کېدو غږېږي.

پاکستان په تېر نومبر کې افغانستان ته د شمالي اتلانتیک ناټو د اکمالاتي توکو پروړاندې خپله لار وتړله.

اسلام اباد دا ګام ورروسته تر هغه واخیست، چې د ناټو الوتکو پر پوله ۲۴ پاکستاني پوځيان په بمبار کې ووژل.

تېره میاشت پاکستاني پارلمان د امریکا د څارګرو الوتکو د بریدونو ددرېدو غوښتنه وکړه او له پاکستاني مشرتابه یې وغوښتل چې له واشنګټن سره دې د اړیکو یوه کرښه جوړه کړي.

خو د امریکا متحده ایالتونه وايي، چې هوايي بریدونه یې قانوني بڼه لري، او د القاعدې او اورپکو په ځپلو کې غوره تاکتیک دی.

منتقدین وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۰۰ بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

ورته مطالب