د کوز دیر د ګاډو اډه کې چاودنه شوې

پاکستان د انځور حقوق
Image caption چاودنه د بسونو په یوه تمځي کې شوې ده.

په کوز دیر کې چاودنې لږترلږه یو کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کوز دیر ولسوالۍ پولیس وايي، چاودنه د بس په یوه تمځي کې شوې ده.

د پولیسو په وینا، چاودنه د کوز دیر په تیمرګره کې د مخکې ځای پرځای شوي ماین له کبله شوې ده.

بولیس وايي د چاودنې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.

د چاودنې پړه هم تر اوسه چا نه ده منلې.

دوه کاله وړندې په دیر کې د پاکستاني پوځ او وسله والو اورپکو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې په لړ کې یې ګڼ ځايي اوسېدونکي کډو ته اړ شول.

ورته مطالب