وسله والو کوټه کې جګپوړی افسر وژلی دی

کوټه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په دغه سیمه کې پر امنیتي کسانو او چارواکو تر ټولو وروستۍ برید دی.

د پاکستان امنيتي سرچینو ویلي، چې بلوچستان کوټه ښار کې یو جګپوړی افسر له کور بهر په ډزو وژل شوی دی.

چارواکو ویلي، چې شهنواز خان د کوټې ښار په سټلایټ ټاون کې له خپل کوره بهر نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

بلوچستان د توکم پالنې له کبله له ډېر وخت راهیسې د تاوتریخوالي شاهد دی.

په دغه ایالت کې د وسله والو اورپکو شتون هم ناامنۍ جوړې کړې دي.

د دغه پاکستاني افسر د وژنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

شهنواز خان د بلوچستان د جرمونو پروړاندې د څېړنیزې څانګې یو جګپوړی چارواکی و چې د ترهګرۍ ضد پېښو پلټنې یې کولې.

دا په دغه سیمه کې پر امنیتي کسانو او چارواکو تر ټولو وروستۍ برید دی.

رپوټونه وایي چې په تېره دوشنبه پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د دوو پاکستاني سرتېرو سرونه غوڅ کړي دي.

او تېره اوونۍ د کوټې پر سرحدي ځواکونو بریدونه وشول، چې لږترلږه دوه کسان په کې ووژل شول.

ورته مطالب