کوټه کې وسله والو دوه کسه وژلي

Image caption په هزاره گانو باندې په کوټه کې بريدونه له څه مودې راهيسې پيل شوي دي چې له امله يې لسگونه کسه وژل شوي دي.

د کوټې پر جوايئنټ روډ باندې نا پېژندل شويو موټر سايکل سپرو کسانو د سه شنبې په ورځ د پاسپورټ دفترته نژدې پر دوو وروڼوډزې وکړې چې دواړو ځاى پر ځاى ساه ورکړه.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه دوه وروڼه د پاسپورټ جوړولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

بريدگر په تېښته بريالي شوي دي او تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

د هزارگانو امنيت

د هزارگانو بيلا بېلو ډلو د دغې پېښې په کلکه غندنه کړې او وايي چې حکومت د شيعه هزاره گانو د ژوند په خوندي ساتلو کې پاتې راغلى دى.

په دې اړه د عزادارۍ شورا مشر رحيم جعفري وويل " دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د هزارگانو تر ٣٠٠ زیات کسان په نښه شوي دي. په دې کې د ډېرو پېښو پړه د سني تند لارې ډلې لشکر جنگهوي په غاړه اخستې.

پرداسې پېښو د پاکستان سترې محکمې هم څو وارې خواشيني څرگنده کړې بلکې پر حکومت يې په کلکه غږ کړى چی د داسې پېښو د مخنيوي لپاره دې اړين گامونه پورته کړي خو حکومت تراوسه په دې نه دى بريالى شوى چې د دغو پېښو مخنيوى وکړي.

په هزاره گانو باندې په کوټه کې بريدونه له څه مودې راهيسې پيل شوي دي چې له امله يې لسگونه کسه وژل شوي دي.

کله کله د دغو بريدونو مسووليت څوک په غاړه نه اخلي خو چارواکي يې پړه پر اورپکې سني ډلې لشکر جنگهوي اچوي. د کوټې د ښار امنيت د پاکستان سرحدي پوځ ته سپارل شوى خو د هغې په سر هم په پرله پسې توگه بريدونه کيږي.

په دې وروستيو کې د کوټې هزاره گانو لويه مظاهره وکړه او له حکومت څخه يې د امنيت غوښتنه وکړه.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات افتخار محمد چوهدري د کوټې د سفر پر وخت له ايالتي چارواکو او امنيتي ډلو غوښتي و چې بايد کلک امنيتي گامونه واخلي.

خو د کوټې اوسيدونکي وايي د امنيت په ښه کولو کې چارواکي پاتې راغلي دي.

ورته مطالب