د اجمل خټک پر مزار د بريد پوښتنه له پوليسو کېږي

Image caption اجمل خټک د عوامي نشنل گوند له مشرانو څخه و او څه باندې دوه کاله د مخه د ٨٥ کلو په عمر مړ شو.

د پښتونخوا واکمن وايي هغو پوليسو ته به سزا ورکړي چې د اجمل خټک د بريد په مخنيوي کې يې ناغېړي کړې وي.

د واکمن عوامي نشنل گوند يوه جگپوړي وياند ارباب طاهر بي بي سي ته وويل چې تر بريد وروسته يې د پوليسو په جوړښت کې بدلون راوستى او هغه څوک به له عدلي تعقيب سره مخامخ شي چې د بريد د مخنيوي هڅه يې نه وي کړي.

ښاغلي طاهر وويل چې يو شمېر پوليس لا دمخه له کاره ايستل شوي او د نورو ځايونه اړول شويدي.

په دغه بريد کې چې تېره اوونۍ پېښور ته نژدې په نوښار کې وشو، د اجمل خټک د مزار گنبدې ته دروند زيان واوښت.

د بريد پړه چا نده منلې، خو ځايي چارواکي وايي ښايي د اورپکو کار وي.

اجمل خټک د عوامي نشنل گوند له مشرانو څخه و او څه باندې دوه کاله د مخه د ٨٥ کلو په عمر مړ شو.

اجمل خټک د پاکستان له چارواکو سره د سياسي مخالفت له امله د ژوندانه درېيمه برخه په افغانستان کې تېره کړې او پر قبر بريد يې د ډيورند ليکې پر دواړو خواوو کلک غبرگونونه را وپارول.

په دې لړ کې د کونړ غبرگون تر ټولو وروستى و. ددغه ولايت ليکوالو او شاعرانو د اجمل خټک پر قبر د بريد سم پلټل او د پړو محاکمه وغوښته. دوى چې په اسد آباد کې د "کونړ سين" کلنۍ مشاعرې ته ټول شوي وو، دغه ډول بريدونه پر ټولو وبلل.

تر دې وړاندې د پښتنو د کلاسيک صوفي شاعر عبدالرحمان مومند او د مشهور غزلبول شاعر او متصوف اميرحمزه خان شينواري قبرونه هم په بمونو زيانمن شوي وو.

د عوامي نشنل گوند وياند ارباب طاهر په دې اړه د پلټنو معلومات د بي بي سي پېلوزي ادبي پروگرام ته ورکړي دي. دغه خپرونه د گرينيچ پر مهال د جمعې د ماسپښين پر درې نيمو بجو خپرېږي.

ورته مطالب