بلوچستان کې د بل خبريال مړی موندل شوی

Image caption پوليس وايي د خبريال رزاق گل مړى يې يوۀ پخواني روغتون ته نژدې وموند.

دغه خبريال رزاق گل تير ماښام (د مۍ ۱۸) لا درکه شو او لا ٢٤ ساعتونه پوره نه و چې مړى يې وموندل شو.

د پېښې په ضد د شنبې يا خالي په ورځ په تربت کې کاربندیز وشو د خبریالانو اتحادیو په پیښه کې د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

پوليس وايي د خبريال رزاق گل مړى يې يوۀ پخواني روغتون ته نژدې وموند.

رزاق گل تېره شپه له کار څخه د کور په لور د تگ په وخت لا درکه شوى و.

پوليسو پلټنې پيل کړي خو لا تر اوسه څرگنده نه ده چې څوک به د دغه ځايي خبريال په تښتونه او وژنه کې لاس ولري.

رزاق گل د پاکستان له يوۀ خصوصي تلويزيون ايکسپريس نيوز سره کار کاوۀ او ويل کيږي چې د سياسي گوند بلوڅ نينل فرنټ غړيتوب يې هم لارۀ.

د رزاق گل د مړي له موندلو وروسته په تربت کې د بلوڅ نشنل فرنټ له خوا کاربندي وشوه.

د بلوچستان د خبريالانو بيلا بيلو ټولنو هم دا پېښه سخته وغندله او له حکومت څخه يې د پېښې د تحقيق غوښتنه وکړه.

د بلوچستان د ژورناليستانو د ټولنې مشر عيسى ترين وايي چې په تيرو څو کلونو کې په دغه صوبه کې تر ٢٠ ډير خبريالان وژل شوي دي خو يو کس هم د دغو وژنو په تور نه دى نيول شوى.

په تېرو شپږو کلونو کې د ټول پاکستان شاوخوا ٣٠ خبريالان وژل شوي دي چې ډير يې د پښتونخوا، بلوچستان او يا هم قبايلي سيمو دي.

نړيوالې ادارې پاکستان د خبريالانو لپاره خطرناک هيواد بولي.

ورته مطالب