د بشر نويد کالم پښتونخوا: د فېس اف غونډه

تېره اوونۍ په پېښور کې د پاکستان د ټولو صوبو، مختلفو برخو، او د بهر هېوادونو نه د اۤرټ، کلچر، فنون لطيفې سره تعلق لرونکي مهم نمائندګان داسې وګرځېدل، لکه چې د اور په ځمکه د رنګونو مېله جوړه شوې وي او د پښتو اۤرټ کلتور د تېرو لسو کالو د حالاتو ستونزې بيانوي.

دا د FACE OFF په نوم دې دوه ورځني سيمنار کې د مختلفو ژبو وېنا ګانې او بيا په دغه وېنا ګانو کې د تجزيې نګارو تبصره او سوال جواب يوه سلسله وه.

دغه دوه ورځنى بند سيمنار نه نشترهال ته د پېښور پوهنتون طالب علمانې نجونې او هلکان د ورکشاپونو په شکل کې کېناستل.يوه اوونۍ يې د پښتو په اۤرټ کلتور، موسيقۍ، ډرامې، په مختلفو برخو ورکشاپونه وکړل.

په اخري ورځ د دې يو پرانستى نمائش او په سټېج عملي مظاهره وشوه.د پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزير او والي دواړو په کې ګډون کړی و او دغه شان دې سلسلې دوام وموند.

د FACE OFF دا ټول پروګرام د هنر کدې (په اسلام اباد کې هنري مرکز) اسلام اۤباد او د پښتونخوا د کلچرل ډيپارټمنټ يا کلتوري څانګې په شريکه مرسته شوي وه.

د دې کاميابې يا بريالۍ پروژې تر شاه د جمال شاه خواري، محنت، صلاحيت او د هغه د اسلام اۤباد د هنرکدې د ادارې نوم تړلی و.

بنيادى کار او عمل، اۤئيډيا (سوژه) او ټوله خواري د جمال شاه وه، خو د پښتونخوا کلچرل ډيپارټمنټ (کلتوري څانګې) نوم او حاضري په کاغذونو کې ځکه ولګول شوه، چې د پښتونخوا حکومت، کوربه وه.

خو په پېښور کې سرکاري کوربانه هم د هنر کدې (په اسلام اباد کې هنري مرکز) د جمال شاه د FACE OFF مېلمانه وو.

د پېښور پرنټ او الېکټرانک ميډيا (مطبوعات او بريښنايي رسنۍ) او ځينو تجزيه نګارو، کالم نګارو خو دا تاثر ورکواوه چې د پښتونخوا حکومت دا ټوله خرچه وکړه او په دومره سختو حالاتو کې يې دومره غټ پروګرام وکړ، خو په اصل کې خبره او حقيقت داسې نه دی.

ميډيا (رسنۍ) په هر پروګرام او ناسته کې د صوبايي وزير مياں افتخار حاضرۍ ته دا رنګ ورکوي چې دا هر څه د پښتونخوا کلتوري څانګه کوي، خو په دغه څانګه کې سترګې نه شته بلکې د دې څانګې متعلق ښاغلي مشران اوس هم د پښتو په نوم دا لنډۍ تر ابده استعمالوي!

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه

د FACE OFF د اهتمام لاندې د جمال شاه او د هغه د هنر کدې (په اسلام اباد کې هنري مرکز) خواري او محنت (زیار) ته شاباس ويل په کار دي.ځکه چې هغه ټول اسلام اۤباد پېښور ته راوړ، او په پېښور کې يې دغه اوونۍ د زغم او برداشت په نوم ياده کړه.د دې ټول پروژې عنوان او مجموعي موضوع دا وه چې په روانو حالاتو کې برداشت ولې نه شته؟؟

زغم ختم دی!!

دا عنوان او موضوع د باچاخان د عدم تشدد په اۤئينه کې وکتل شوه. د زغم په دغه موضوع چې دا دستوره کيږى، په درېمه ورځ د پښتو د شاعر ، او د نظم د پلار محترم اجمل خټک مزار په بمي چاودنه کې والوزول شو.

د دې پېښې څخه ښکاره شوه چې په موږ کې زغم څومره دی، د زغم او برداشت کرښې کرښې مخ او زخمې زخې سينې ته به د عدم تشدد په چشمو کې څنګه ګورو او څه نوم به ورکوو!؟؟

دا زغم يا د عدم تشدد او برداشت احساس به په مجبورۍ، بې وسۍ او کمزورۍ يادو. که نه موږ کې واقعي (رښتينی) زغم او برداشت شته؟؟

يا موږ اوس هم د عدم تشدد د منونکى يُو؟؟

زما ذاتي رای دا ده چې په موږ کې زغم، برداشت او د عدم تشدد احساس د وخت د حالاتو عکس العمل (غبرګون) نه دی او نه د باچا خان د پېرو کارۍ جذبه ده. دا داسې کیسه ده لکه څوک چې پېريانو سره جنګ کوي خو پېريان نه ويني.

زغم او برداشت په موږ کې ويرې پېدا کړي دي. ځکه چې موږ د پېريانو سره جنګ نه شو کولی. دا زه ځکه وايم چې زموږ مشران د باچا خان د عدم تشدد خبره هم کوي او په جار (څرګنده) دا هم وايي چې دا زموږ جنګ دی.

په پردو جنګونو خپل نوم کېښودل بهادري نه ده، د پېريانو سره د ادم زاد د جنګ په نتيجه غور پکار دی!!

زغم او برداشت که د وېرې له امله وي نو دې سره به موږ نور هم ناتوانه کيږو. بايد چې زغم او برداشت په موږ کې د جنګ او جنګ پرست نه د کرکې لپاره پېدا شي له وېرې نه!!

څوک چې د نړیالو جنګ ته خپل جنګ وايي، له هغوى سره د جنګ کولو څه سامان شته؟؟ دې جنګ ته چې څوک خپل جنګ وايي هغوى سره د دې جنګ نه د ځان ساتلو څه طريقه او ذريعه شته؟؟

ذريعه خو دا نه ده چې تا به په نوي دور کې څوک د مرۍ نه نيسي او ته به ورته د عدم تشدد، زغم او برداشت په نيت لاسونه په خپله سينه ايښى وي.

زموږ سياست به ورته د سياست په عېنکو کې ګوري خو موږ ورته د اۤرټ (هنر) او کلتور په اۤئينه کې ګورو. کوم کار چې په سياسي مېزونو او د جنګونو په مېدانونو، د پېريانو ماماګانو، مارانو او پاړوګانو، شېطانانو او د انسانيت دښمنانو سره په جنګ نه کيږي، هغه کار اۤرټ او کلتور په خپله خوږه ژبه، پراخه سينه، په لو ی عزم او زغم کولی شي. ځکه چې کلتور د قوم د تهذيب او تمدن شناخت وي.

څومره زور چې په کلتور کې دی هغومره زور په بل څه کې نه شته. د دې په مثال کې د جمال شال د FACE OFF اۤئيډيا د پېښور د بارودو په لمبو کې برش (بورس) او رنګ په لاس د ګلاب تصوير جوړول دي.

د دې لنډۍ په رڼا کې:

د بالشته لاندې اناره

خدايه ته اوکاږې د پټو زړو ارمان

ورته مطالب