کوټه کې توغندي درې کسان وژلي

بلوچستان د انځور حقوق Getty
Image caption د توغندي توغولو پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د بلوچستان په مرکز کوټه ناڅرګندو کسانو توغندي ویشتلي چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

توغندی د کوټې له لوېديځ د کوټې ښار کندهار بازار پر یوه دوکان ویشتل شوی دی.

دویم توغندی د کاسي سړک پر یوه استوګنه ویشتل شوی دی.

مړي او ټپیان د کوتې لوی روغتون او پوځي روغتون ته رسول شوي.

د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

له پېښې وروسه، پولیسو او سرحدي ځواکونو په کوټه کې امنیتي ګامونه اخیستي.

ددغه توغندي پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

توغندي په ښاریانو کې سخته وېره خوره کړې ده.

په تېره شنبه (مۍ ۲۶) د امریکا بې پیلوټه الوتکو د کوټې ښار پر یوه کور برید کړی چې لږترلږه څلور کسان یې وژلي دي.

ویل کېږي چې په وژل شوو کې عربان او ددوی پاکستاني خواخوږي دي.

ورته مطالب