افغانستان کې د وژل شویو پاکستاني طالبانو مړي یوړل شول

Image caption د هغو پاکستاني طالبانو مړي چې په افغانستان کې وژل شوي وو شمالي وزیرستان ته یوړل شول

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزېرېستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې له ۱۵ نه ډیر وسله وال په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو په برېد کې وژل شوي دي.

د وژل شويو نهو وسله والو مړي شمالي وزیرستان ته وړل شوي. ځايي چارواکي وايي د وسله والو مړي د دوو ورځو په اوږدو کې پر ستونزمنو لارو شمالي وزیرستان ته راوړل شول چې له پيژندګلوۍ وروسته خاورو ته وسپارل شول.

ویل شوي چې د ځینو وسله والو جسدونه دومره سوځیدلي وو چې پېژندنه یې ګرانه وه.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل په وژل شویو وسله والو کې ډیری ځوانان او یو د اووم ټولګي زده کوونکی و چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پرضد د جنګیدو لپاره له طالبانو سره ملګری شوی و.

د سیمې اوسیدونکي وايي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په برید کې وژل شوي وسله وال د شمالي وزیرستان د بیلا بیلو سیمو لکه میرانشاه، میرعلي، سپین وام او سپلګاه دي.

ځايي اوسیدونکي د طالبانو له خولې وايي نیژدې دوه اوونۍ مخکې د یوه سیمه ییز قوماندان په مشرۍ شاخوا ۵۰ وسله والو له میران شاه نه د افغانستان په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید وکړ خو له برید نه د ستنیدو پرمهال امریکايي الوتکو پر طالبانو بمباري وکړه چې په ترڅ کې ۱۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان شول.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره په نښتو کې په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهار په مشرۍ او په جنوبي وزیرستان کې د مولوي نظیر په مشرۍ د طالب ډلو ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

تیر کال د افغانستان په پکتېکا ولایت کې د حافظ ګل بهادر ډلې ۴۰ تنه وسله وال په یوه برید کې ووژل شول چې وروسته یې مړي میران شاه ته ولیږدول شول.

ورته مطالب