د بلوچستان نارامیو کې ۱۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په وژل شوو کې ۱۳ پنجابیان او پنځه نور افغانان ښودل شوي.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې ناپېژاندو وسله والو پر یوه بس ډې کړې، چې لږترلږه ۱۸ کسان یې وژلي دي.

پېښه د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه تربت کې هغه مهال شوې، چې د چارواکو په وینا، په ناقانونه توګه یو بس له پولې د اوښتو په حال کې و.

کوټه کې یوه چاروکاي اسلم ترین ویلي، په ګاډي کې ایران ته په ناقانونه توګه تلونکي کسان سپاره وو.

نوموړی زیاتوي، دا پېښه تربت سیمه کې شوې ده.

دغه سیمه ډېره غرنۍ او زیږه ده، چې په ډېرې سختۍ ګاډي په کې ځي.

نوموړی زیاتوي، چې هلته یوازې موټر سایکلونه ښه تګ راتګ کولی شي.

دغه چارواکی وايي، چې تر پېښې وروسته یې د سیمې امنیت ټینګ کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې له دې سیمې په ناقانونه توګه تر ډېره افغانان او اوزبکان ایران ته ځانونه رسول غواړي.

د سیمې یوه خبریال بهرام بلوڅ ویلي، پېښه په تېره جمعه د ایران پولې ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي چې په وژل شوو کې دیارلس د پنجاب ایالت اوسېدونکي او پنځه نور افغانان دي.

ویل کېږي چې پر موټر شپږ واړه برید کوونکي وسله وال په تېښه بریالي شوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر راجه پرویز اشرف او نورو جګپوړو چارواکو د پېشې د سم لاسي پلټنې امړ کړی دی.

ورته مطالب