مومندو ایجنسۍ کې طالبانو یو ښوونځی ویجاړ کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېره مۍ میاشت کې اورپکو د مومندو ایجسنۍ په صافي ولسولاۍ کې د نجونو یو شمېر لومړني ښوونځي ړنګ کړي دي.

وسله والو طالبانو د خیبر پښتونخوا مومندو ایجنسۍ صافي سیمه کې یو بل ښوونځی ویجاړ کړی دی.

په تېرو څو اوونیو کې اورپکو په دغه سیمه کې ګڼ ښوونځي ویجاړ کړي دي.

په مومندو ایجنسۍ کې د ویجاړو شوو ښوونځيو شمېر ۸۸ ته رسېږي.

په تېره مۍ میاشت کې اورپکو د مومندو ایجنسۍ په صافي ولسوالۍ کې د نجونو یوشمېر لومړني حکومتي ښوونځي ړنګ کړي دي.

پاکستان او افغانستان کې اورپکي تل له ښوونځيو سره حساسیت لري.

په تېره کابو یوه میاشت کې د افغانستان د شمالي ولایتونو د ښوونځيو سلګونه نجونې مسمومې شوې دي.

که څه هم طالبانو رد کړې ده، چې د زده کوونکو د مسمومېدو په عمل کې د دوی لاس نه شته، خو افغان امنیتي چارواکي وايي، داسې کسان یې نیولي، چې له پاکستانه د دې کار لپاره استول شوي او ګمارل شوي دي.

ورته مطالب