هنګو کې ځانمرګي ۹ وژلي ۱۷ يې ټپيان کړي

خېبر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د چاودنې مړي او ټپيان د هنګو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوې دی.

د پاکستان په قبايلي سيمه کرم ايجنسۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې ۹ کسه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

دغه چاودنه د افغانستان پولې ته څیرمه د حکومت د يوې پلوي ډلې پر مرکز شوې ده.

د دغه مرکز مشري د ملا نبي په نوم یو سیمه ییز قومندان کوي.

ملا نبي له پاکستاني طالبانو بیل شوی او په تیرو وختونو کې له طالب پلوو قوماندانانو سر په جګړې کې هم ښکیل وو.

ځايي چارواکي وايي په وژل شويو کې درې ماشومانې او يو درې کلن ماشوم هم شامل دي.

دوی وايي ځانمرګی د موټر پر مټ شوی دی.

حکومتي چارواکو بي بي سي ته وويل د دغه موټر بم بريد امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

دوی وايي مړي او ټپيان د هنګو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوې دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤوليت کومې ډلې نه دی منلی.

ورته مطالب