پاکستان کې ځانمرګي برید او ډرون ۱۱ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:29 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391
بلوچستان

د شمالي وزیرستان سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي چې ډرون میرانشا ته څېرمه په شوال سیمه کې شوی دی.

د پاکستان سوېل لوېديځ ایالت بلوچستان مرکز کوټې په یوه پوسته کې ځانمرګي برید لږترلږه پنځه کسان وژلي دي.

پوځ وايي چې دغه کسان د تلاشۍ پرمهال په یوه پوسته کې د یوه ځانوژونکي په برید کې ووژل شول.

برید د شنبې په ورځ کوټې ته څېرمه شوی دی.

یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي چاودنې ورڅېرمه ودانۍ سختې ولړزولې.

د پوځ یوه ویاند مرتضی بېګ ویلي، په وژل شوو کې دوه د جاسوسي ادارې مامورین او درې پوځيان دي.

نوموړی زیاتوي چې دغو کسانو د یوه لوی برید د مخنیوي په خاطر خپل ځانونه قرباني کړل.

د بلوچستان مرکز کوټه د جلا غوښتونکو بلوڅو او نورو قومي لږکیو ترمنځ د نښتو او ناامنیو شاهده ده.

بلوڅان ادعا کوي، چې حکومت یې پر طبیعي زېرمو خېټه اچولې ده، خو دغه ایالت ته هېڅ پام نه کوي.

افغان او لوېديځ مشران وايي، چې کوټه کې د افغان طالبانو شورا ده، خو پاکستان دا ادعا نه مني.

بل خوا، له شمالي وزیرستانه راپورونه وايي په هغه سیمه کې چې کوچنی اختر په کې لمانځل کېده، د امریکا څارګرې الوتکې توغندي لږترلږه شپږ اورپکي وژلي دي.

وژل شوي د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي ښودل شوي.

د شمالي وزیرستان سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي چې ډرون میرانشا ته څېرمه په شوال سیمه کې شوی دی.

دوی وايي چې الوتکو پر دغه سیمه دوه توغندي ویشتلي چې په نښه شوی ځای یې ویجاړ کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .