باجوړ کې پر یوې پوځي پوستې برید شوی

د خپريدو وخت: 10:32 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

ویل کېږي چې دې سیمه کې د اورپکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوس هم وخت ناوخته نښتې کېږي

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي هغه اورپکي چې له افغانستان نه قبایلي سیمې باجوړ ته اوښتي وو پر یوې پاکستاني پوستې تازه برید کړی دی.

په همدې حال کې یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي د سلارزیو په سیمه کې د درې ورځینو سختو نښتو په پایله کې په لسګونه برید کوونکي وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي د خپلو درېو ملګرو د وژل کېدو او دوو نورو د ژوبل کېدو پخلی هم کوي. خو په باجوړ کې سیمه ییزو چارواکو خبرې رسنیو ته ویلي چې له تېرو درېو ورځو راهیسې په نښتو کې څلور پاکستاني پوځیان، شپږ تنه ملیشه او ۳۸ اورپکي وژل شوي دي.

اخوا د پاکستاني طالبانو یوه ویاند خبرې رسنیو ته ویلي د طالبانو ضد ملیشه وو د یوې پوستې کنترول خپل کړی او پرون د یکشنبې په ورځ ( د اګست ۲۶مه) يې پرپاکستاني پوځیانو په بریدونو کې اته تنه پوځیان وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

راپورونه وايي په سیمه کې د اورپکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوس هم وخت ناوخته نښتې کېږي او په دې نښتو کې سیمه ییز لښکر د پاکستاني ځواکونو ملاتړ کوي.

پاکستاني چارواکي وايي دا چې سیمه غرنۍ ده او لارې یې ستونزې دي نه شي کولای چې په ښه توګه د اورپکو پرضد اقدامات وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .