کوټه کې بیا هزاره توکمي وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 14:46 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

پولیس وايي د بریدونو وروسته د ښار وګړي لارو او کوڅو ته په مظاهره را ووتل.

په بلوچستان کې وسله والو کسانو اوه هزاره توکمي وژلي دي.

وسله والو په کوټه کې لومړى يو مساپر وړونکى بس درولى او له بسه د دغو کسانو له کښته کولو وروسته يې پر هغوى ډزې کړي او وژلي يې دي.

د رپوټونو له مخې بريد کونکي بريالي شوي چې له سيمې وتښتي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو یو افسر ويلي په موټر سایکل سپرو وسله والو د ډزو په دو جلا جلا پېښو کې اووه شیعه مسلمانان وژلي دي.

پولیس وايي د بریدونو وروسته د ښار وګړي لارو او کوڅو ته په مظاهره را ووتل.

په لومړۍ پېښه کې وسله والو سبزي مڼدۍ سیمې ته نژدې مساپر له بس نه را کښته کړل او د پېژند پاڼو له لیدو وروسته يې هزاره ګان بېل او ډزې يې پرې کړي دي.

له ډزو وروسته وسله وال پر موټر سایکلو له سیمې تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا همدې وسله والو وروسته د "هزار ګنجي" سیمې ته ورغلي او هلته يې هم دوه نور شیعه وګړي وژلي دي.

په ټولیزه توګه په دې دوو پېښو کې اووه هزاره ګان وژل شوي دي.

په ډزو له وژنو وروسته د هزاره قبیلې کوټه مېشت د لاریون لپاره لارو کوڅو ته را ووتل.

لاریون کوونکي د کوټې یو لوی روغتون ته هم د احجاج په ډول تللي دي.

لاریون کوونکو ويلي تر هغه به خپل مړي له روغتونه نه وړي چې د برید کوونکو د نیولو په اړه يې له حکومته څه نه وي اورېدلي.

د همدې پېښو په تړاو د هزاره ډېموکراتیک ګوند او شیعه مسلمانانو ډلې سبا د کاربندۍ اعلان کړی دی.

تر اوسه د دې بریدونه پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېر کې تل د دغه ډول پېښو پړه ناقانونه ډلې لشکر جنګوي منله.

همدا اوونۍ د پنج شنبې په ورځ (اګست/۳۰) یو شیعه قاضي ذلفقار نقوي له خپلو ساتونکي او موټر چلونکي سره ووژل شو.

پولیس وايي په تېره یوه اوونۍ کې په کوټه ۱۱کې شیعه ګان وژل شوي دي.

د شیعه ګانو ډلې حکومت تورنوي او وايي د دوی په خوندي ساتو کې پاتې راغلی دی. په دې وروستيو کې ذ پاکستان په دې برخه کې مذهبي تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .