د پاړه چنار پر یوه بازار ځانمرګي برید لس کسه وژلي

د خپريدو وخت: 15:07 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

د ځينو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ځایي چارواکي وايي د کرمه ایجنسۍ په پاړه چنار ښار کې یوې چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۴۵ نوريې ژوبل کړي دي.

دغه ځانمرګې برید په حامد مارکیټ کې شوی چې دخلکو گڼه گوڼه په کې ډيره وه .

رپوټونه وايي ډېری قربانیان هغه کسان ووچې د سړک پرغاړه يې په لاسي کراچيو کې سابه پلرول .

بريد کې ژوبل شوي کسان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

رپوټونه دارنگه وايي برید ګر د انګورو په ګاډي کې چادېدونکي توکي ځای پر ځای کړي چې له يوه دیوال سره ترجنګولو وروسته وچاوديد .

چاودنې یو شمېر دوکانونه ویجاړ کړي او نژدې ودانیو ته يې هم زيان اړولى دى .څ

له چاودنې سملاسي وروسته ، سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند شوې ده .

تر اوسه پورې کومې ډلې ددغه بريد پړه نه ده منلې .

د کرمې ایجنسۍ ډېری وګړي شیعه ګان دي چې له کلونو راهيسې د فرقه يي بريدونو موخه گرځي .د رپوټونو له مخې دغو بريدونو په زرگونو کسان وژلي دي .

له کلونو راهيسي پاړه چنار ته غزيدلى سړک هم د فرقه ییزو بریدونو له امله امنيتي ستونزې لري

تېر کال پاکستاني پوځ د وسله والو ډلو پر ضد دغلته عملیات پیل کړل.

ځني شنونکي وايي پاړه چناره او بلوچستان کې د فرقه يي بريدونو ترشا د سعودي عرب او ايران لاس دى چې د توندلارو شيعه او سني ډلو نه ملاتړ کوي

سېلابونه

بل خوا، په پاکستان کې چارواکي وايي د تېرو درې ورځنيو سېلاوونو په پايله کې لږ تر لږه اته اويا کسه مړه شوي دي.

خيبر پښتونخوا او کشمير هغه سيمې دي چې تر نورو ډېرې ځپل شوي او د تلفاتو لويه شمېره هم د همدغو سيمو ده.

ځپل شويو برخو ته د مرستو په موخه سلګونه خېمې او کيږدۍ استول شوي دي.

چارواکي وايي سره له دې چې حکومت خلکو ته له ټيټو سيمو د وتلو خبرداری ورکړی بيا هم خلک هلته اوسېږي.

د هوا پېژندنې ادارو اټکل کړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې به هم په دغو سيمو قوي بارانونه وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .