"نه پوهېدم د بن لادن په وژنه کې رول لرم"

د خپريدو وخت: 19:16 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391

شکيل اپريدي ويلي د پا کستان استخباراتي اداره ISI امريکا، له هند نه هم بد دښمن گڼي.

پاکستاني ډاکتر شکيل اپريدي چې د امرېکا له استخباراتي ادارې سره يې د بن لادن د ځاى ځايګې په نښه کولو کې مرسته کړې، فاکس ټلوزيون ته ويلي چې د پا کستان د استخباراتو اداره ISI امريکا خپل ډېر بد دښمن گڼي.

ډاکټر اپريدي د پا کستان په بند کې د پرله پسې ربړونو يو انځور کښلى دی.

ډاکټر اپريدي له بندي کېدو وروسته په لومړي ځل فاکس ټلوزيون ته د ټليفون له لارې ويلي له دې نه خبر نه و چې په ٢٠١١ کال کې د اسامه بن لادن په وژنه کې ښکېل و.

دى وايي څه چې ورته جوت وو هغه د واکسينونې پروگرام و.

"امريکا تر ټولو بد دښمن"

ښاغلي اپريدي په خپلو ټليفوني خبرو کې ويلي د پاکستان استخباراتي اداره ISI چې دی يې سخت ربړولی، امريکا، له هند نه هم بد دښمن گڼي.

خو خپلواک شنونکى شوکت قدير بي بي سي ته ويلي چې دا د پاکستان د استخباراتو عمومي نظر نه بلکې ښايي د يو محدود شمېر کسانو نظر وي.

د پاکستان حکومت لا په دې اړه رسمي غبرگون نه دى په ډاگه کړى.

ډاکټر شکيل د ټليفوني خبرو پر مهال منلې، دومره پوهېده چې په دغه کور کې ترهگرو اړولي وو خو په دې نه پوهېده چې څوک وو.

ده ويلي کله چې بن لادن ووژل شو ټکان يې وخوړ او زياتوي باوريې نه کاوه چې دى به هم د دغې وژنې په دسيسه کې ښکيل وي.

"افغانستان ته تښته!"

ډاکټر شکيل وايي له پېښې وروسته امريکايانو ترې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته وتښتي.

خوله ډاکټر شکيل سره وېره دا وه چې څنگه به د ډېورېنډ کرښې سره له نا ارامو سيمو تېرېږي او د تېښتې فکر يې هم نه کاوه ځکه ځان يې د بن لادن د وژنې پېښه کې ګډ نه گاڼه.

ډاکټر شکيل چې د خبريالانو په باور د امريکا له استخباراتي ادارې CIA سره د مرستې په تور ربړول شوى، ظاهرا د پاکستان حکومت نوموړی په تېره مۍ مياشت کې له يوې ترهگرې ډلې سره د مالي مرستې او ملاتړ په تور په ٣٣ کاله بند محکوم کړ.

ډاکتر اپريدى د بن لادن له وژنې شل ورځې وروسته نيول شوى و.

بن لاىن كور

بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ مه په اېبټ اباد کې ووژل شو.

دی وايي په اسلام اباد کې د ISI د مرکزي دفتر لاندې بندخونه کې ساتل شوى، اته مياشتې يې سترگې او تر يوه کاله يې لاسونه ورتړلي وو.

ډاکټر اپريدی وايي په گونډو به ښکته کېده، د سپي په څېر به يې ډوډۍ خوړه.

خو له دې ټولو سره سره ډاکټر اپريدي ويلي د امريکا له استخباراتي ادارې CIA سره په همکارۍ وياړي او او زياته کړې يې ده چې پر ربړونو او رواني فشارونو سربېره به بيا هم امريکا سره مرسته وکړي او وايي امريکايانو ته زيات درناوى او ورسره مينه لري.

ډاکټر شکيل اپريدي سره د فاکس ټلوزيون دغه مرکه د سپتمبر پېښو د ١١ مې کليزې پر شپه خپره شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .