شمالي وزیرستان کې څارګرې الوتکې درې کسان وژلي

د خپريدو وخت: 11:06 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

پاکستان څو ځلې پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ضد لاریونونه کړل او حکومت یې له واشنګټنه ددغو بریدونو د کمولو غوښتنه وکړه.

د ډیورنډ کرښې ته څېره د شمالي وزیرستان په دته خېلو ولسوالۍ کې پر یوه ګاډي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په توغندیز برید کې لږترلږه درې وسله وال وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې برید د میرانشه له ښاره څلوېښت کیلومتره لیرې لوېدیځ کې شوی دی.

ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل، د دته خېلو په غرنۍ سیمه لنډي خېلو کې برید نن سهار (سپتمبر ۲۲) هغه مهال پر یوه ګاډي وشو، چې اورپکې په کې سپاره وو.

الوتکې پر یاد ګاډي دوه توغندي ویشتلي چې درې واړه سپاره یې وژلي دي.

د پاکستان حکومتي تلوېزیون ویلي په برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده، چې ټپیان ولسي وګړي دي او که وسله وال.

پاکستان څو ځلې پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ضد لاریونونه کړل او حکومت یې له واشنګټنه ددغو بریدونو د کمولو غوښتنه وکړه، خو داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان غوښتنه بابیزه بللې ده.

امریکا وايي، چې په دغو سیمو کې د حقاني شبکې غړي فعالیت لري، چې له هماغه ځای په افغانستان کې د امریکا پوځيان او بنستونه په نښه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .